دغه نندارتون د روان کال د غبرګولي په ۱۰مه نېټه د دوشنبې په ورځ کندز کې د ښځو اقتصادي پياوړتیا ملي کنفرانس وروسته جوړ شو چې د ګڼو دولتي چارواکو ترڅنګ په کې د مدني ټولنو او خصوصي سکتور يو شمېر استازو برخه اخيستې وه.
د ښځو لاسي صنایعو په دغه يو ورځيني نندارتون کې یو شمېر مېرمنو خپل لاسي صنایع نندارې ته ايښي ؤ چې د ګډونوالو له تود هرکلي سره مخ شول.
د کندز دولتي چارواکو د دغه ډول نندارتونونو جوړول د لاسي صنايعو د ودې او دې برخې ته د ښځينه کارکوونکو د هڅونې په پار مهم وګڼه.
په ورته وخت کې د ياد نندارتون هغو مېرمنو چې خپل لاسي صنايع يې نندارې ته ايښي ؤ، له افغان دولته په شېرخان بندر کې د افغانستان او تاجکستان پر پوله د ګډ بازار د جوړېدو غوښتنه وکړه.
کندز یو له هغو ولایتونو دی چې ګڼ شمېر مېرمنې يې د لاسي صنایعو په تولید او کار بوختې دي. لاسي صنایع په شمال ختيځ زون او په ځانګړي توګه کندز ولايت کې د پام وړ مینه وال لري.