۸صبح، پکتيا: ناپېژاده وسلهوالو د پکتيا مرکز ګردېز کې د ګذر يو وکيل او ورسره یو بل ملګری يې په ډزو وژلي دي.
عطاالله وطنمل مشهور په «مدړ» د ګردېز ښار درېیمې ناحیې د قلعه عبدالله د سیمې وکیل ګذر ؤ چې نن سهشنبه د غبرګولي په ۱۱مه غرمه مهال د یو بل تن ملګري سره یوځای کور ته پر لاره ؤ چې د شکرخېلو په سیمه کې د ناپېژانده وسلهوالو لخوا یې پر موټر ډزې شوي او وژل شوی.
د پکتیا امنیه قوماندانۍ ویاند محمد لعل امیري ۸صبح ته وویل: «د ناپېژنده وسلهوالو په برید کې د عطاالله وطنمل ملګری میرجان د پېښې په ځای کې وژل شوی او په خپله وکیل لومړی ټپي او وروسته یې د ۲۰۳ تندر قول اردو په روغتون کې ساه ورکړه».
د پېښې په تړاو تر دې دمه څوک نیول شوي نه دي او مسؤلیت يې هم چا پرغاړه نه دی اخیستی.
په ګردېز کې د روانې اونۍ په څلورو ورځو کې د ترور دا دويمه پېښه ده چې رامنځته کیږي.
تېره یکشنبه ناپېژنده وسلهوالو د ګردېز ښار د لومړۍ حوزې په مربوطاتو کې د کابل بانک اړوند د پيسو پر لېږدوونکي موټر وسلهوال برید وکړ چې په پايله کې د یاد بانک دوه تنه ساتونکي ووژل شول او د دوو پولیسو په ګډون پنځه تنه ټپیان شول .





