۸صبح، کابل: د نقدي بستو د لېږلو په دوام کې د طالبانو تر مدیریت لاندې د افغانستان بانک اعلان کړی، چې یوه ۴۰ میلیون ډالري نقدي بسته کابل ته رسېدلې ده.
د دغه بانک د خبرپاڼې له مخې دا پيسې دوشنبه د لړم پر لسمه د مرسته کوونکو هېوادونو د بشردوستانه مرستو د یوې برخې په توګه یوه سوداګریز بانک ته سپارل شوې دي.
دوې اونۍ مخکې هم په دوو پرلهپسې ورځو کې د بشردوستانه مرستو تر نوم لاندې دوې ۴۰ میلیون ډالري جوپې کابل ته ورسېدې او یوه خصوصي بانک ته ورکړل شوې.
د رارسېدلو پیسو کره شمېر روښانه نه دی، خو د رسنیو د راپورونو له مخې لږ تر لږه دیارلس ۴۰ میلیون ډالري بستې او تر ۳۰ زیاتې ۳۲ میلیون ډالري بستې افغانستان ته رسېدلي دي.
دغه نقدي بستې چې د بشردوستانه مرستو په نوم ترسره کېږي، د لګولو په اړه یې تر اوسه مرسته کوونکو او همداراز طالبانو کره معلومات نه دي وړاندې کړي.