۸صبح، کابل: د نړیوالې ټولنې د نقدي مرستو په دوام کې یوه بله څلوېښت میلیون ډالري بسته کابل ته راورسېده.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې یوه څلوېښت میلیون ډالري بسته سه شنبه د ليندۍ په اتمه یوه سوداګریز بانک ته سپارل شوې ده.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، تراوسه لږ تر لږه ۱۸ څلوېښت میلیون ډالري او تر ۳۰ زیاتې ۳۲ میلیون ډالري بستې افغانستان ته رالېږل شوې دي.
ویل کېږي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د نړیوالې ټولنې د ټولو نقدي مرستو کچه څه د پاسه یو ميلیارد او ۶۷۳ میلیون ډالره رسېږي.