۸صبح، زابل: زابل کې سیمهییزې سرچینې ۸صبح ته وایي، چې له یوې مودې راهیسې د زابل د شملزو ولسوالۍ له لارې پاکستان ته د وسلو قاچاق زیات شوی دی.
سرچینې شنبه د لړم پر اوومه نېټه وایي، چې د طالبانو ځایي چارواکي د سیمې ځینو اوسېدونکو ته د پيسو په ورکولو وسلې له پولې اخوا اړوي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، ګومارل شوي کسان وسلې د پاکستان تر پولې رسوي او پاکستاني پېردونکو ته چې له مخکې همغږي ورسره کېږي ورکوي.
سرچینې زیاتوي، چې دوې ورځې مخکې په یوه سراچه ډوله موټر کې ۱۶۰ میله ډول ډول وسلې ځای پر ځای شوې او پاکستان ته لېږدول شوې دي.
له دې مخکې هم پاکستان ته د وسلو له دې جملې د هغو ټوپکونو، چې له امریکایي ځواکونو افغاتنستان کې پاتې شوي د قاچاق په اړه یې راپورونه خپاره شوي دي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې امریکایي وسلې له دې جملې د شپې دوربینونه، تومانچې او نښه وشتونکي ټوپک د پاکستاني پوځیانو ترمنځ ډېر پېردونکي لري.
د سرچینو د معلوماتو له مخې امریکایي دوربینونه او تومانچې له بېلابېلو لارو لکه له بار وړونکو ماشومانو په ګټې اخیستو، چې د تورخم په پوله کې فعال دي په ځینو توکو کې ځای پر ځای او له پولې اخوا اړول کېږي.