زموږ تاریخ د خلکو د هېرولو ډګر دی. داسې خاوره چې هر څه پکې هېر شوي وي. د بهرنیانو یرغل، د سیاستوالو خیانت، د علماوو تاوتریخوالی، مینه او کرکه، ښه او بد، ټول به له منځه ولاړ شي. پرته له دې چې څوک یې په اړه فکر وکړي، پرته له قلم او عملي ګامونو څخه چې د دوې لپاره څه وکړي او پرینږدي چې کړاوونه، مصيبتونه، اتلولۍ او قربانۍ له منځه یوسي. له همدې امله، دا تاریخي هېرونه ده چې هرڅوک راځي او په دې خونړۍ د وينو ډګ ډنډ کې مړ کیږي، او زموږ په ټولیزه حافظه کې د دوی هیڅ نښه هم نه پاتي کېږي. داسې ښکاري چې موږ د ټوکر جلا ټوټه یو چې له تیر سره هیڅ تړاو نلري، د اوسني مسؤلیت او د راتلونکي لپاره هیڅ فکر نلري. موږ په حقیقت هغه خلک يو چې په تاریخ کې د ځنډول شوي حالت سره مخ یو.
په دې لاس ته راوړنی سره، د افغان ولس په حیث زموږ د ټولو هېرولو په منځ کې، یوه هېره شوې او ډېره ځپل شوی ډله هغه ده، چې د پرځیدلي افغان پوځ ژوندي پاتې شوي یا وارثان دي. هغه پوځ چې دوه لسیزې یې د یوه پرمختللي، آزاد او له تاوتریخوالي څخه پاک افغانستان ته د بې وطنه جهادیانو او د نړۍ د یو شمیر متشدد سازمانونو پر وړاندې غاښ ماتوونکې مبارزه وکړه، په دې نه ختمیدونکې جګړه کې یې ځانمرګي بریدګر په غېږ کې نیولي او په زرګونو خلک پدې نه ختمیدونکي جګړه کې ټوټه ټوټه په وینو لړلي او آن په چاودنو کې جسدونه ورک شوي دي. د افغانستان شل کلنه جګړه بې له شکه د ټولې نړۍ د ترهګرو پر وړاندې د دې خاورې د بچیانو جګړه وه، چې ټول د طالبانو تر امنیتي چتر لاندې سره راټول شوي وو، ترڅو زموږ کور د ترهګرو، جنایتکارو قاتلانو او ځانمرګو په بهتر ټاټوبي بدل کړي. په هرصورت، دوی په پټو معاملو، ښکاره یرغل او سیاسي ناکامۍ سره زموږ کور بیا هم ونیولو.
د پوځ کونډې
په افغانستان کې د ژوند دودیزه بڼه او طریقه داسې ده، چې نارینه د کور د ډوډۍ پیدا کولو مسېولیت لري او ښځې په کور کې د ماشومانو په پالنه او تربیه کې زیاتې بوختې وي. د ژوند دغه دودیزه لاره په کلیو او شاوخوا سیمو کې خورا مشهوره ده او د ژوند د یوې تګلارې په توګه رامینځته شوې. د افغانستان په شل کلنه جګړه کې په زرګونو ښځې اوس د ډوډۍ راوړونکي نلري چې خپل مېړونه او زامن یې له لاسه ورکړي دي. داسې کورنۍ شته چې لسګونه غړي یې د جګړې په اور کې سوځیدلي. په داسې يو حالت کې چې د سياسي ملايانو په شتون کې د ځانمرګو بريدګرو د کنډکونو په ساتلو سره افغانستان سل په سلو کې د مطلق فقر پولې ته ورساوه، څوک د پخواني پوځ د کونډو او هغو ښځو د راتلونکي په اړه پوهيږي چې ميړونه يې په جګړه کې مړه شوي دي؟ داسې راپورونه هم شته، چې له دغو کورنیو څخه یو شمېر خپل ماشومان پلوري او د خپلو بې سر پنا کورنیو لپاره ډوډۍ پیدا کوي. دا مقاله د دې یادونه کوي چې د افغانستان ټولنېز وجدان باید د دې کورنیو په وړاندې بې غمه نه شي او د زرګونو ځوانانو قربانۍ باید له پامه ونه غورځول شي.
که څه هم د جمهويت په دوره کې د افغانستان د جګړې د قربانيانو د کورنيو او پوځيانو د کونډو وضعيت ښه نه و، خو د اردو د سرتېرو له کورنيو سره د مرستې په بهير کې پراخ فساد موجود و او حتی د پوځ له کونډو به يې د جنسي اړيکو غوښتنه کوله – په دولتي دفترونو کې هغه بې شرمه عمل چې سړۍ په یادولو شرمیږي او قلم یې په لیکلو شرمیږي – مګر هغه حالت هم د اوسنیو شرایطو په پرتله ښه وه، ځکه چې دوی اوس د مطلق ګواښ لاندې او په ویره کې ژوند کوي. اوس طالبان دغو کورنیو ته د ماتې خوړلو دښمنانو په سترګه ګوري چې د سخت ژوند مستحق یې بولي. په کلیوالو سیمو کې ځینې بیا روایت کوي چې د طالبانو ملایان په ریشخند سره وایې چې هغه کورنۍ چې شل کاله یې د طالبانو پر ضد جګړه کړې، د سختیو او ذلت مستحق دي او خدای په خپل عذاب کې نیولي دي. دا یو تاریخي شرم دی، د هغو کسانو پر وړاندې ستر ظلم دی چې خپله وینه یې تویه کړه، ترڅو افغانستان د تاریخ په غیږ کې کنګل پاتي نشي او هڅه یې کړی چې زموږ کور د سوکالۍ او پرمختګ لور ته بوځي.
د پوځ معلولین او یتیم ماشومان
پر ښځو سربېره، چې په افغاني ټولنه کې یوه ډېره زیانمنه شوی ډله ده او ټول ورته د دنیا د متاع په سترګه ګوري، ډېر نارینه او ډېر ځوانان چې د پوځ غړي وو، اوس معیوبه او د بدن غړي له لاسه ورکړي. په اوسنیو حالاتو کې دغه خلک د خپلو لومړنیو اړتیاوو لکه خوراک، درمل او کور د پیدا کولو توان نه لري. د دې ترڅنګ په زرګونو بې پلاره او یتیم هلکان او نجونې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له منسوبینو پاتې شوي چې د ژوند شرایط یې ستونزمن دي. د شرم وړ داسي راپورونه هم شته چې طالبانو ویلي چې د اردو د عسکرو کونډې او لوڼې خپلو جنګیالیو ته واده کړی. په داسې حال کې چې د پوځ کونډې، معیوب سرتېري او یتیمان د اساسي اړتیاوو په نشتوالي کې تحقیر شوي، ستړی، خوار او ذلیل شوي د هغوی د ژوند او ناموس په امن کې نه دی، پداسې حالت کې د سیاسي مشرانو، روڼ اندو، او ټولنیزو فعالانو وجدان چیرته دی؟ د دې خلکو سره څنګه مرسته کیدی شي؟ د دې پوښتنو په اړه فکر کول مهم دي ځکه چې موږ ټول د دې کورنیو او د دوی د قربانۍ ورکولو قرضداره یو. هغه څوک چې د مشرتابه او واک او مقام ته رسیدلي د هغو سرتیرو برکت دی چې د خپل ژوند په قیمت د نړیوال تروریزم په مقابل کې یې مقاومت وکړ ترڅو موږ آرام خوب وکړو. که په زرګونو خلک پوهنتون ته لاړل او زده کړه یې وکړه او پوهان، لیکوالان او هنرمندان شول، پایله یې د یو سرتیری قرباني وه چې کونډه یې اوس ډوډۍ نه لري او مجبوره ده چې د طالب جنګیالیو سره واده وکړي چې میړه یې هم دوي ورته وواژه. زموږ مسؤلیت څه دی؟ د دې هېرې شوې طبقې د زخمونو د دوا کولو حل څه دی؟ د افغانستان ټول شته وسائل او په زرګونو نور خلک چې اوس له افغانستان څخه بهر ژوند کوي د خپل ژوند او شتمنی یې د پوځیانو پوروړي دي، او د سرتیرو د زړورتیا له امله دا هر څه اوس دوي لري. موږ مسؤلیت لرو او موږ باید د اردو ژوندي پاتې شوي وارثین هیر نکړو. د سرتيرو يتيمان اوس وږي دي، مرستې ته اړتيا لري، جدي پاملرنې ته اړتيا لري او د خپلو اړتياوو د پوره کولو لپاره ګټورو پروګرامونو ته اړتيا لري. د مرستې ظرفیت شتون لري، دا یوازې پالني، پاملرنې او وخت ته اړتیا لري. موږ مسؤل یو، موږ ټول د دې ډلې مسؤل یو او باید هېر یې نه کړو. موږ باید د اردو میرمنې، ماشومان او ژوندي پاتې شوي وارثان هیر نکړو.
دا یو ټولنیز مسؤلیت دی چې هرڅوک باید په کې فعاله ونډه ولري. د سیاسي مشرانو او ټولنیزو – کلتوري اشخاصو ونډه ډیره څرګنده ده. دوی باید د دې وضعیت مخه ونیسي او د سرتیرو وارثینو او کورنیو، میرمنو او ماشومانو لپاره هرڅه وکړي. په زرګونو کورنۍ اوس په بدمرغۍ او نا امیدۍ کې ژوند کوي. له یوې خوا په ذلت او خوارۍ کې ژوند کوي او له بلې خوا په فقر او سختۍ کې سخت ژوند تېروي. که څه هم هر انسان د ښه او انساني ژوند مستحق دی، خو د پوځ کونډې او د هغوی وږې او یتیم ماشومان تر ټولو ډېر لومړیتوب لري. دوی باید هېر نه شي؛ دوی باید تل ژوندي وي او موږ د دوی په وړاندې اخلاقي، انساني او اسلامي مسوولیت لرو. دا لیکنه یو یادونه ده، د هغو کسانو د برخلیک یادونه ده چې زموږ نسل یې پوروړی دی او سل ځله باید دوی ته غوږ ونیسو چې موږ د دوی پوروړي یو او موږ باید د دوی د درد لپاره دوا واوسو.