د ننګرهار د اچین، نازیانو، هسکې مېنې، دوربابا، سپین غر، خوږیاڼو، شېرزاد، حصارک او یو شمېر نورو ولسوالیو ولسونه چې شاوخوا شپږ کاله وړاندې یې د داعش او طالب وسلهوالو د جګړو له امله بې ځایه شوي، له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
دوی چې شمېر یې شاوخوا درې سوه کورنیو ته رسېږي د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار نهمې ناحیې اړوند غازي امانالله خان ښارګوټي کې په نیمه جوړو شویو ودانیو او سر خلاصو سوداګریزو مارکېټونو کې استوګن دي.
دغه بې ځایه شوي وايي، د ژمي په رارسېدو یې ستونزې لا پسې زیاتې شوي او د پخواني جمهوري نظام ترڅنګ د طالبانو اوسنی رژیم تورنوي چې د ستونزو د حل لپاره یې کوم ګام نه دی پورته کړی.
د سپین غر ولسوالۍ اوسېدونکی ۱۸ کلن عبدالاحد چې د خپلې ۱۵ کسیزې کورنۍ سرپرستي په غاړه لري او د دغه ښارګوټي یوې څنډې ته په نیمه جوړه ودانۍ کې اوسېږي له ګڼو ستونزو سر ټکوي.
دی وايي، درې ورونه یې په تېرو جګړو کې مړه شوي او د هغوی کونډې میندې او اولادونه هم ده ته ورتر غاړې دي، چې د کار روزګار نشتوالي یې ستونزې څو برابره زیاتې کړي.
دی زیاتوي، چې په خپلې ولسوالۍ کې یې د تېرو جګړو پر مهال کور په بشپړ ډول ړنګ شوی او تر اوسه هېڅ دولتي او غیر دولتي ادارې یې د رغولو لپاره لاس نه دی ورکړی.
عبدالاحد له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «اووه کاله وړاندې د پخواني حکومت د سرتېرو او داعش ترمنځ جګړو زور واخېست، چې د پخواني حکومت سرتېرو یې پر ضد عملیات پیل کړل او جګړې درنې شوې، چې مونږ له خپلو ډکو کورونو ووتلو، دلته مو واړول، چې هلته مو کورونه په مکمل ډول ړنګ شول، دلته زمونږ نور زیات کلیوال هم پراته دي، دلته مو نه سرپناه شته، نه د خوراک څښاک لپاره څه پیدا کېږي او نه هم د کار روزګار درک شته، ډېرو مشکلاتو سره مخ یو او باید مربوطه ادارې زمونږ د مشکلاتو حل لپاره کار وکړي.»
رازمحمد هم له خپلې کورنۍ سره یو ځای د اچین ولسوالۍ له باغدرې سیمې بې ځایه شوی، چې اوسمهال د غازي امان الله خان ښارګوټي اړوند په یوه نیمه جوړ سوداګریز مارکېټ کې اوسېږي.
دی وايي، له کله چې له خپلې سیمې له خپلې کورنۍ سره یو ځای وتلی تر اوسه ورته د پخواني جمهوریت ترڅنګ د طالبانو اوسنی رژیم تورنوي، چې د سرپناه په برخه کې یې په ځلونو ژمنې کړي؛ خو تر اوسه یې عملي ګام نه دی پورته کړی.
نوموړی د طالبانو د حکومت ترڅنګ له نړۍ والو مرستندویه ادارو غوښتنه کوي چې د سرپناه او د ژوند د نورو اسانتیاو د برابرولو په برخه کې دې ورسره همکاري وکړي، ترڅو یې کور جوړ او بېرته خپلې سیمې ته ستون شي.
راز محمد له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاته کړه: «مونږ په دغه مارکېټ کې اوسېږو، چې نه کړکۍ لري، نه دروازه نه لري، نه یې چت پټ دی، د چت د پاسه مو پلاستیک هوار کړی، دروازې او کړکۍ ته مو پردې اچولي، خو یخ ډېر دی او ماشومان مو ټول ناروغان دي، د تداوۍ وس هم نه لرو او دلته دولتي کلینیک هم نشته، کلي کې مو کور جګړو وران کړی، د جوړولو وس یې نه لرو؛ ځکه دلته پراته یو، تېر حکومت کې یې هم راسره وعدې کړې وې، چې کورونه درته جوړوو او طالبانو هم راته ویلي، چې جوړوو یې درته؛ خو تر اوسه یې هېڅ درک مالوم نه شو، هسې راشي لیکل وکړي؛ خو نور کار نه کوي، مونږ سره باید چل ول ونه شي عملي اقدام وشي، چې کور مو جوړ شي او خپلې منطقې ته لاړ شو.»
له دې سره هممهاله ننګرهار کې د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو ریاست لپاره د طالبانو رئیس حاجي بازمحمد عبدالرحمن وايي، په تېرو څه باندې دوو کلونو کې ګڼې کورنۍ چې د جګړو له امله یې خپلې سیمې پریښې وې بېرته خپلو سیمو ته ستنې شوي او د بېلابېلو مرستندویه ادارو له لوري ورسره مرستې هم شوي.
نوموړی وايي هڅه کوي، چې د نړۍ والو مرستندویه ادارو مرستې جلب کړي او داخلي بې ځایه شویو سره د سرپناه په برخه کې مرستې وکړي.
هغه زیاتوي: «په تېرو وختونو کې د جګړو له امله د ننګرهار له بېلابېلو سیمو شااوخوا ۲۳ زره کورنۍ له خپلو اصلي سیمو بې ځایه شوي، چې په تېرو دوو کلونو کې څه باندې شپږ زره کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته ستنې شوي او نور چې د خپلو کورونو د جوړولو وس نه لري لا په جلال اباد ښار او نورو ساحو کې پاتې دي.»
داخلي بې ځایه شوي کډوال وايي، تېرو جګړو ورته نه یوازې مالي زیان رسولی؛ بلکې له رواني پلوه یې هم سخت اغېزمن کړي چې په خبره یې که یې لاسنیوی ونه شي، نو ستونزې به یې لا زیاتې او دوی به له سختو کړاوونو سره مخ شي.