د بېلابېلو ولایتونو د سوداګرو له شکایتونو وروسته اوس د نیمروز ولایت په مرکز زرنج ښار کې هټۍوال د مالیاتو له لوړوالي شکایت کوي. دوی ادعا کوي، چې د طالبانو د زرنج ښاروالۍ د هټیو د پانګې، خرڅلاو او عایداتو په پام کې نیولو پرته د هټۍوالو مالیه لوړه کړې ده. د زرنج ښار هټۍوال د طالبانو د ښاروالۍ له خوا ټاکل شوې مالیه «ملا ماتوونکي» بولي او وايي، په داسې حال کې چې طالبان باید له ښاریانو سره په زغم چلند وکړي، دا ډله د ټوپکونو په میل سره د دوکاندارانو د اعتراض غږونه خاموشوي.
شراف الدین د زرنج ښار یو هټۍوال دی. هغه، چې د خوراکي توکو پلورنځی لري، په دغه ولايت کې د بازار له ځوړتیا شکایت لري او وايي، چې د ناوړه اقتصادي وضعيت له امله د ښاريانو د پېرلو توان کم شوى دى. د هغه په وينا، د طالبانو تر ادارې لاندې زرنج ښاروالي بايد د خلکو د اقتصادي وضعيت او د پلور د اندازې له مخې د ماليې په اندازه کې درې مياشتني او کلني بدلونونه راوستلي وای.
شراف الدین زیاتوي: «هغه پیسې چې طالبانو له موږ څخه راټولې کړې ماليه نه ده؛ بلکې باج اخیستنه بلل کیږي. » دغه هټۍوال څرګنده کړه:«په ۱۴۰۰ کال کې مې له خپل دوکان څخه شاوخوا یو زر او ۸۰۰ افغانۍ مالیه ورکړې ده، خو طالبان یوه اونۍ مخکې راغلل او پرته له دې چې زما د هټۍ د خرڅلاو او سرمایې اندازه معلومه کړي، په کاغذ باندې لیکلي چې زه باید د خپل دوکان اته زره اته زره افغانۍ مالیه ورکړم.» د هغه په وينا، د کار بازار د تېر کال په پرتله ښه وده کړې، خو د خلکو اقتصاد ته ډېر زيان رسېدلی او د پېرلو توان نه لري، نو پکار ده چې د تېر کال په پرتله د مالياتو کچه باید راټيټه شي.
محمد يوسف د زرنج ښار يو بل هټيوال دى. هغه د زرنج پر ښاروال نيوکه کوي، وايي: «خداى شاهد دى، موږ په خپله ډوډۍ پسې حیران يوو، اوس په ټولنه کې له خراب وضعیت سره سره طالبان پر ولس ظلمونه کوي.» محمد يوسف، چې په زرنج ښار کې يو کوچنى دوکان لري، تېر کال يې شاوخوا دوه زره افغانۍ ماليه ورکړې، خو سږ کال د طالبانو د ښاروالۍ د کارمندانو له خوا د ده د دوکان ماليه اته زره افغانيو ته لوړه شوې ده.
د دغه هټيوال په وينا، ده د طالبانو د ښاروالۍ کارمندانو ته څرګنده کړه، چې اقتصادي وضعيت يې ښه نه دى او د دې ماليې د ورکړې توان نه لري، خو هغوى يې خبرو ته غوږ ونه نيو او د هټۍ د ماليې د کمولو لپاره راضي نه شول. هغه زیاتوي: «څوک به زموږ د ملت غږ واوري؟ موږ چا ته ورشو؟ څلویښت ملیونه ډالر چې په اونۍ کې راځي او ځینې اونۍ آن دوه ځله راځي، دا بسنه نه کوي؟ ایا د ګمرک عاید دومره نه دی چې تاسو غریب دوکاندار پسي راخیستې ده؟»
د زرنج ښار هټيوال د طالبانو د ښاروالۍ له خوا د ماليې پر زياتوالي د نيوکې ترڅنګ وايي، چې دغه ډله د مشخصو اصولو په پام کې نيولو پرته له ځانه د ماليې اندازه ټاکي. د دوى په وينا، د زرنج ښار ډېرى هټۍوال د برېښنا بيل او د هټيو مياشتني کرايه نشي ورکولی، خو طالبان له هغوى څخه د ماليې تر نامه لاندې اضافه پيسې ټولوي.
په تېر کال کې طالبانو د خپلو عایداتو د زیاتوالي په موخه پر ټولو سوداګرو مالیه زیاته کړې ده. د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې هټيوالو له دې وړاندې هم خپل غږونه پورته کړي، خو کومه ګټه يې نه ده کړې. د غزني ولايت يو شمېر هټيوالو او سوداګرو د تلې په مياشت کې د ماليې د زياتوالي پر ضد اعتراض وکړ. دوی د غزني ولایت مقام ته عریضه وکړه او غوښتل یې چې پر عایداتو د مالیاتو اندازه کمه کړي. د غزني لپاره د طالبانو والي تر څېړنو وروسته یوازې د هغو هټۍوالو لپاره چې شکایتونه یې کړي وو، د مالیې اندازه کمه کړه. هغه هټۍوال چې مخکې یې پیسې تحویل کړې وې له دې تخفیف څخه یې ګټه پورته نه کړه.
په نیمروز کې د مالیې اندازه نه یوازې پر هټۍوالو، بلکې په بار وړونکو موټرو هم لوړه شوې ده. د لاریو چلوونکو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې طالبان په څو پوستو کې له دوی څخه پیسې اخلي. د دوی په خبره، د دې ډلې جنګیالي په رسمي وختونو کې له موټر چلوونکو څخه د «اضافه کاری» تر نامه لاندې پیسې غواړي.
دا په داسې حال کې دي چې د طالبانو مشرتابه د دې ډلې د مالیې وزارت له لارې پر مالیاتي بنسټونو فشار راوړی چې خپل عواید زیات کړي. په هرصورت، مالیه ورکوونکي استدلال کوي چې د کار او اقتصادي ځوړتیا له امله، دوی نشي کولی د طالبانو ملا ماتونکې ماليه پوره کړي. طالبانو تر اوسه د رسنیو له لارې مالیه ورکوونکو ته پر هټۍوالو او سوداګرو د مالیاتو د زیاتوالي لامل نه دی روښانه کړی.