د مزارشریف ځينې اوسېدونکي وايي، د پخواني حکومت تر پرځېدو وروسته د کار او نامعلوم راتلونکي له کبله د هرې ورځې په تېرېدو یې اقتصادي وضعیت ناوړه کېږی او نور د لومړنیو توکو د پېرلو وس نه لري. له بلې خوا په بلخ کې د طالبانو د ګمرک چارواکي د حیرتان له سوداګریز بندر څخه د سوداګریزو توکو په ځانګړې توګه د خوراکي توکو د وارداتو د زیاتوالي خبره کوي.
محمدسمیع د بلخ اوسېدونکی دی، چې د دغه ولایت له دولتآباد ولسوالۍ څخه مزارشریف ښار ته د خوراکي توکو د پېرلو لپاره راغلی دی. نوموړی وايي: «له یوې خوا بیکاري او وچکالي وګوره او له بلې خوا د خوراکي توکو د بیو لوړوالی. دې چارې زموږ ستونزې لا زیاتې کړې دي. پخوا به مو یوه بوجۍ اوړه په ۱۶۰۰ افغانۍ پېرل، خو نن مو په ۲۴۰۰ افغانیو وپېرل. یوه بوشکه ۱۰ لیتره غوړي به مو پخوا په ۷۰۰ افغانیو اخیستل، خو نن مې په ۱۶۲۰ افغانیو واخیستل. د دې وضعیت دوام به مو ژوند لا ترینګلی کړي.»
شېرمحمد مزارشریف ښار کې مزدوري کوي. نوموړی وايي: «موږ نه پوهېږو راتلونکی به مو څنګه وي. بېکاري بېخي زیاته شوې. له سهاره تر ماښامه مزدوري کوم، خو د کورنۍ لګښت نه شم پیدا کولای. د یو کیلو اوبلنو غازو بیه ۱۰۰ افغانیو ته ختلې، له بلې خوا باید هره ورځ له شلو تر دېرشو افغانیو طالبانو ته ورکړم، تر څو وکولای شم، خپله کراچۍ د سړک پر غاړه ودروم.»
له بلې خوا بلخ کې د توليدي کارخونو مسوولان او سوداګر تر ټولو لویه ستونزه بانکونو کې د پانګو بندوالی، د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ راټیټېدا، د ازبکستان ویزې نه ورکړه او له هېواده بهر د خپلو سوداګریزو توکو بندېدا یادوي.
بلخي سوداګر حاجي خلیل وايي: «اوسمهال سوداګرو ته د ازبکستان ویزې نه ورکوي او دا ویزې دې ورکړل شي. دغه راز په تګ راتګ کې د سوداګرو موټر له ستونزو سره مخ دي، چې موږ غواړو دا ستونزې هوارې شي.»
ورته مهال د بلخ د صنایع خونې غړی سیداسماعیل حسیني وايي، دغه ولایت کې تولیدي کارخونې له ننګونو سره مخ دي. حسیني زیاته کړه: «اوسمهال زموږ لویې ننګونې دا دي، چې د ډېرو کارخونو پانګې په بانکونو کې بلاک دي او نه شي کولای له خپلو پیسو ګټه واخلي. له بده مرغه د هرې ورځې په تېرېدو افغانۍ خپل ارزښت له لاسه ورکوي او دا لامل دی، چې بازار کې د توکو بیې لوړې شي.»
له بلې خوا په بلخ کې د طالبانو د سرپرست حکومت د حیرتان ګمرک مسوول عبدالمتین سعید له دغه بندره د سوداګریزو مالونو په ځانګړې توګه د خوراکي توکو د وارداتو د زیاتوالي خبره کوي. نوموړي ټينګار وکړ، چې د طالبانو چارسمبالی حکومت هڅه کوي، هېواد کې اقتصادي ستونزې راکمې کړي.