۸صبح، کابل: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ ویلي چې ټاکل شوې تر درېیو راتلونکو ورځو پورې د دغه هېواد په هکله خپل تازه راپور وړاندې کړي.
بېنټ دوشنبه د کب پر ۷مه په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې دا راپور به راروانه پنجشنبه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په پنځه پنځوسمه غونډه کې وړاندې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو غونډه نن په ژنیو کې د دغې شورا په دفتر کې پېل شوه چې په دې شورا کې د افغانستان استازي نصیراحمد اندېشه هم ګډون کړی دی.
ټاکل شوې د بشري حقونو د شورا غونډه د روان زیږدیز کال د اپریل میاشتې تر پنځمې دوام وکړي چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ارزونه بیا د دغې غونډې د لومړۍ اوونۍ د اجنډا په سر کې ده.
د یادولو ده چې له دې غونډې سره هممهاله، د افغانستان په اړه د امنیت شورا ناسته هم روانه ده.