د امریکا ولسمشر جو بایډن په تېرو درېیو لسیزو کې د وسلو د کنټرول تر ټولو مهمه لایحه لاسلیک کړه.
سي بي اېس نیوز راپور ورکړی، چې دغه لایحه تر ۲۱ کلونو پورته عمر لرونکو کسانو د وسلو د پېرلو د سوابقو څېړل زیاتوي.
په امریکا کې د وسلې له امله تاوتریخوالي پر وړاندې د مبارزې طرحه د پارلمان له تایید وروسته د ولسمشر د لاسلیک لپاره سپینې ماڼۍ ته ولېږدول شوه.
رویټرز راپور ورکوي، چې په نوي قانون کې له ایالتونو سره د مرستې لپاره مقررات شاملېږي، تر څو وسلې له هغو کسانو چې نورو ته ګواښوونکې ګڼل کېږي، لرې وساتل شي.
دغه طرحه په پارلمان کې د ۶۵ موافقو رایو او ۳۳ مخالفو رایو او د امریکا د استازو په مجلس کې د ۲۳۴ موافقو او ۱۹۳ مخالفو رایو په ترلاسه کولو سره تصویب شوه.
جو بایډن ویلي دي، که څه هم دغه طرحه هغه ټول څه چې دی په پام کې لري نه شاملوي، خو هغه اقدامات لري، چې له ډېرې مودې راهیسې یې غوښتنه کوي.
د دغه ۱۳ میلیارد ډالري قانون د لګښت لویه برخه به د رواني روغتیا او له ښوونځیو سره د مرستې پروګرامونو پر پیاوړي کولو ولګول شي.
د وسلو کنټرول یا منع کول د امریکا په پارلمان او د استازو په مجلس کې د جمهوري او ډموکراتپالو ګوندونو ترمنځ له پاروونکو مواردو څخه و.