د ایراني وګړو له یوې میاشتې اعتراضونو او په دغه هېواد کې دننه او بهر په ټولنیزو شبکو کې له هشټګ خپرولو یوه میاشت وروسته د امریکا ولسمشر په ښکاره توګه له دغو اعتراضونو ملاتړ وکړ.
یوه ویډیو کې، چې دوشنبه د اکټوبر پر ۱۷ په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کېږي د امریکا ولسمشر جو بایډن ایراني اعتراضکوونکو ته په خطاب وايي: «خپلې مبارزې ته دوام ورکړئ، موږ له تاسو سره یو.»
د امریکا ولسمشر په دغې ویډیو کې د ایراني اعتراضکوونکو له مبارزې ستاینه کړې ده.
جو بایډن ویلي، چې ټول فکر کوي هغه منځني ختیځ ته د تېلو د معاملاتو لپاره تللی و داسې حال، چې د سفر موخه یې ایران وه.
د ویلو ده، چې د مهسا امیني د وژل کېدو په غبرګون اعتراضونه له یوې میاشتې راهیسې د ایران په بېلابېلو ښارونو کې روان دي.