ادبيات

اويټار

په يوه زېړه زرغونه سياره کې کرکجنو انسانانو د هغې نړۍ د بنيادمو معبد وويشت.‌ يوه تر اسمانه ولاړه ونه وځنګېده، کږه سوه، خرپی يې وکړ، په سلو دړو تقسيم سوه، مرغۍ ځنې والوتې، ‌اومتيان يې په ځان حيران سول، درانه خاښونه يې تر يو بل مخکې ځمکې ته په رغښتا را روان ول. د هيلو مور له خېټې لمبې...

سپی

پېيا دا څو ورځې نه ښکاري. نه د شاگردانو گڼه گوڼه او نه له خپل سپي سره چکرې او لوبې. څو ځلې مې چې په پخلنځي کې څه شی پخول، مخامخ مې د پېيا پخلنځي ته هم وکتل‌. پخوا به مې چې د هغوی کور ته ور وکتل، نو یا به پېیا په پخلنځي کې لگيا وه، څه به یې...

زهرجن قلمونه د ټولنې علمي ریښې او ټول ارزښتونه نړوي

موږ تل دا زده‌کړي، چې قلم د علم، پوهې، زده‌کړې، مینې او ښکلا سمبول دی، علم روښنایي، مینه او ښه ژوند خپروي، کله وخت د حاکم جنګي ماحول له امله یو شمېر خلک وایي، چې د تعلیم یافته انسان وسله قلم دی، خو رښتیا دا ده، چې تعلیم یافته انسانان وسله ته اړتیا نه لري، نن ورځ چې ګورو دا...

سید منتظر شاه هاشمي له طبیعت او طبیعي منظرو سره اشنا شاعر

ښاغلی سید منتظر شاه هاشمي د کرنې متخصص دی، خو زه یې له دېرشو کلونو را دېخوا د شاعر په توګه هم پېژنم. د ده د شعرونو یوه ځانګړتیا دا ده چې طبیعي  منظرې او ښکارندې پکې ډېرې دي. شاید ډېر لږ کسان دې ته ځیر شوي وي، چې ده د طبیعت ښکلا، شتمني، تنوع او پېښې څومره ښې انځور...

د انسان واقعیت او حقیقت

انسان په واقعيت نه، په حقیقت پیږندل کېږي. واقعیت ثابت او حقیقت بدليدونکي دی. انسانیت د انساني حقیقت تر ټولو مهمه او جوړونکي برخه ده. ستونزه  د انسان د واقعیت پیږندنه نه ده. د انسان واقعیت هر چا ته د پوهاوی وړ دی. په يوه نظر کولای شو دا واقعیت وپيږنو. ستونزه د انسان د حقیقت پیږندنه ده. اول ځل...

نجیب منلی او همدا شېبه

وفا سمندر یادونه! کلونه وړاندې ما په ادبي، فلسفي، عرفاني لیدلوري کې د نویو او تازه او فردي اګاهیو پېژندلو او معرفي په لړ کې د ځانګړو مرکو یوه لړۍ پېل کړه، چې د فکري خوځښت د یو شمېر مینه والو د هرکلي وړ وګرځېده. دې لړ کې مې پیل له استاد نجیب منلي سره وکړ او مرکې پای کې...

د زړه تنګون چاره

۲ برخه په تېره برخه کې مو وویل چې مختلف عوامل زموږ د زړه تنګون سبب کېږي. له وطنه لرې‌والی، له نوي فرهنګ سره جوړجاړی، په وطن کې بد وضعیت، بې‌کاري او اقتصادي ستونزې ... مو ځوروي او خپه کوي مو. د خپلې اروايي روغتیا د خوندي ساتلو لپاره مو په هغه بله مقاله کې د خبرونو او ټولنیزو شبکو...

زما زړه نه دې هنداره جوړه نه کړه

له فزيکي پدیدو او واقعیتونو سره عاطفي او تخيلي چلند اسطورې، شاعري يا بل هنر زېږولای شي، خو په واقعي ژوند کې د پرمختگ او بدلون لپاره اړ يو چې د واقعيتونو حقيقت ته ورسېږو. له پدیدو سره د انساني چلند دا دوه ډولونه د معلوم بشري تاريخ دوه قطبونه جوړوي. د تاريخ هغه قطب اساطيري دور دی چې انسان...

د استاد کرګر جادوګر هنر

ادبیات او ارواپوهنه یو له بل سره نه شلېدونکې اړیکې لري، دواړه یو په بل کې بشپړې ښکېلې ساحې دي،  چې د ملګرتیا رېښه یې د ادبیاتو او انسان د پېژندنې او پیدایښت په څېر مخینه لري، خو له بده مرغه چې پېژندنې او څېړنې ته یې ډېر وروسته او په معاصرو پېړیو کې په مسلکي ډول پام اوښتی دی....

ږيره

الکس شاوخوا دېرش کلن ځوان دی، چې هم مې د ژبې ټولګيوال دی او هم په بس کې يو ځای ځو او راځو. په لومړی ورځ مو چې ځانونه معرفي کول، ده وويل چې اصلي وطن يې اوکراين دی او په ژبو کې يې اوکرايني، روسي، انګلیسي او عربي زده دي. انګلیسي خو خير خو عربي يې راته جالبه وه....