ږيره

احسان‌الله درمل

الکس شاوخوا دېرش کلن ځوان دی، چې هم مې د ژبې ټولګيوال دی او هم په بس کې يو ځای ځو او راځو. په لومړی ورځ مو چې ځانونه معرفي کول، ده وويل چې اصلي وطن يې اوکراين دی او په ژبو کې يې اوکرايني، روسي، انګلیسي او عربي زده دي. انګلیسي خو خير خو عربي يې راته جالبه وه.

تر ټولګي وروسته مې چې د عربۍ په اړه وپوښت، هلک لس کاله وړاندې مسلمان شوی و او بيا يې د عربي د زده کولو او ديني مطالعاتو لپاره پنځه کاله په مدينه کې تېر کړي ول. کنده مسلمان او په افغانستان کې د اسلامي نظام کلک طرفدار دی.

يوه ورځ ترې استادې د عادتونو په برخه کې وپوښتل چې موسيقي اورې؟ په ډېره تنده لهجه يې وويل چې نه، هيڅکله يې نه اورم. مانا د دې بې مانا شيانو پوښتنې مه رانه کوه.

مانه يې لومړی د دين په اړه پوښتنې شروع کړې. څو لمونځونه کوې؟ سهار تلاوت کوې که نه؟ روژې سره څنګه یې؟ څښاک مښاک خو نه کوې؟

بله ورځ يې له ږیرې راته وويل چې پرې يې ږدم. اخر چې پوه شو، چې په غوړ لوښي اوبه تېروي، ورو، ورو يې راسره خبرې کمې کړې.

الکس په اوله ورځ تصادفاً د مېز تر شا د يوې اوکراينۍ نجلۍ تر څنګ کښېناست، خو په سبا يې خپله چوکۍ بدله کړه. موږ ټولو ته یې داسې وښوده چې ګواکې تقوا یې هغه ته له ښځو سره د ناستې اجازه نه ورکوي.

د وخت په تېریدو الکس لږ را نرم شو، آن د ده د طبيعې خلاف پوښتنې يې هم په سړه سينه ځوابولې او کله، کله خو به چې راسره په بس کې تر څنګ ناست و، له غوږیو يې د موسيقۍ غږ ماته هم را رسېده.

د هغه شاته پراته مېز ته دوې ټولګيوالې کښېناستې. د يوې عمر زيات او حافظه کمزورې وه، نو په لومړۍ ازموينه کې زموږ له بهيره پاتې شوه، خو دوهمه ټولګيواله هم ځوانه ده، هم ښايسته او هم لايقه. دا سویتا نومېږي او کله کله چې د دوی د ښار بس وځنډېږي، نو زموږ په بس کې هم ځي. په اولو ورځو کې الکس صرف له هلکانو سره خبرې کولې او چې استادې به کومه پوښتنه وکړه، ده به کوټلې ځواب ورکاوه. خو څو اونۍ وروسته به چې سویتا کومه خبره وکړه، الکس به پرې تبصره حتمي ګڼله. که کومه پوښتنه به يې هم لرله، له سويتا به يې کوله.

د نوي سمستر په پيل سره چې د سويتا تر څنګ چوکۍ خالي شوه، الکس خپله چوکۍ د سويتا څنګ ته يووړه او اوس نو اړتيا نه وه چې د درس په منځ کې د پوښتنې يا خبرو په بهانه له مخکېني مېزه مخ را واړوي او ځان را وغځوي.

د ټولګي او چوکۍ دوستي وغځېده. سويتا اوس په خپل بس کې نه ځي، بلکې د الکس تر څنګ زموږ په بس کې ځي. سهار چې بس راځي، سويتا يوه چوکۍ د الکس لپاره ريزرف کړې وي او خپله بکسه يې په کې ایښې وي. الکس چې را وخېژي، سيده هماغې چوکۍ ته ځان رسوي او سهار سويتا ته په غاړه ورکولو پيلوي. البته څو مياشتې وړاندې داسې نه ول. الکس به چې را وخوت اول به یې ماته مکمل سلام وکړ، بيا به يې يوه نيمه د دين خبره راته وکړه او بيا به يې زموږ له يو سوريايي ملګري سره چې ما ورسره معرفي کړی و، عربي ويله.

يو نيم وخت به چې ماښام په سودا پسې ووتم، الکس او سويتا به مې ليدل چې د تودې کافي پيالې په لاسونو کې پر واټونو ګرځي او د يو بل په خبرو او خندا نه مړېږي. څو ځلې يې له څنګه تېر شوم، خو حرام شه که  سنت سلام يې هم کړی وي، آن نه دي پوی شوي چې زه یې تر څنګ تېر شوم.

د الکس بېچاره په پاچاهۍ کې ډزې هغه وخت وشوې، چې د دې سمسټر په پيل کې يې ښځه زموږ ټولګيواله شوه. هغه پخوا په بل مکتب کې وه، خو اوس يې د مېړه په خاطر ځان زموږ ټولګي ته را بدل کړی. د الکس ښځه محجوبه مسلمانه او ډېره لایقه ده. په اوله ورځ هغه مېز ته ناسته وه، چې پخوا به الکس کښېناسته، خو سبا ته چې راغله، خپل مېز يې د ټولګي بل سر ته کش کړ او د مېز تر شا يې دوې چوکۍ کیښودې. الکس چې د خپلې نوې چوکۍ خوا ته روان و، قدمونه يې داسې درانه اخيستل لکه غرغرې ته چې روان وي، خو چاره څۀ وه، بايد ناست وای. استاد څو ځلې الکس وپوښت خو د صنف تر پایه یې يو ځواب هم سم نه و او سويتا هم له کتابه سر پورته نه کړ.

تر رخصتۍ وروسته سويتا په خپل پخواني بس کې لاړه او موږ د خپل کلي بس ته وختو. نن د الکس په غوږونو کې غوږۍ نه وې او تر پايه يې د بس له ښیښې بېرون کتل.

هغه بله ورځ مې چې الکس د رخصتۍ پرمهال ولېد، ږیره يې بيا پخواني کچ ته رسولې؛ په موبايل کې يې تلاوت کاوه او زه چې ور ورسېدم، د اولو ورځو غوندې په مينه را غاړې ووت. د وطن د حالاتو پوښتنه يې وکړه، د مسلمانو پر حال يې افسوس وکړ او ماته يې بيا د ږيرې پرېښولو بلنه راکړه‌.

ورته لیکنې

Back to top button