یو شمېر هغه ماشومان چې اړ شوي د خپلو کورنیو د لګښتونو د برابرولو مسوولیت پر غاړه واخلي، وايي چې د کورنیو د سرپرستانو د ناروغۍ، روږدي کېدو یا ناتوانۍ له امله اړ شوي ښوونځی، لوبې او د ماشومتوب ارمانونه پرېږدي او د کورنیو د لګښتونو د برابرولو لپاره کار وکړي. دوی وايي، د کورنیو د مسوولیتونو له امله له ښوونځي او د خپلې خوښې له فعالیتونو پاتې شوي او د خپلو هیلو د تعقیب فرصت نه لري. په همدې حال کې، د ماشومانو د حقونو یو شمېر فعالان خبرداری ورکوي چې پر ماشومانو د کار او د لویانو د مسوولیتونو تحمیلول هغوی له طبیعي وخته مخکې د لویانو رولونو ته اړ کوي او دا کار د هغوی پر زدهکړو، روغتیا او وده منفي اغېز کولای شي.
عثمان ۱۴ کلن او د خپلې کورنۍ مشر زوی دی. هغه د خپل پلار له ناروغېدو وروسته اړ شوی چې د خپلې کورنۍ د اړتیاوو د برابرولو مسوولیت پر غاړه واخلي. هغه وايي، په لومړیو کې یې د سړکونو پر غاړه اوبه پلورلې او اوس په لاسګاډي کې د ګازرو اوبه پلوري او له دې لارې هڅه کوي د خپلې کورنۍ لګښتونه برابر کړي.
عثمان زیاتوي: «پلار مې مغزي سکته وکړه او فلج شو. درې خویندې او دوه کوچني وروڼه لرم او نه پوهېدم چې څه وکړم. په لومړیو کې مې اوبه پلورلې او اوس په کراچۍ کې د ګازرو اوبه پلورم. په ډېرې سختۍ د کور کرایه، د کورنۍ لګښتونه او د پلار د درملو پیسې برابروم.» هغه چې د ښوونځي د اووم ټولګي زدهکوونکی و، د ښوونځي د فوټبال په لوبډله کې یې لوبې کولې او هیله یې لرله چې په راتلونکي کې ډاکټر او دغه راز فوټبال لوبغاړی شي، اوس په ناهیلۍ وايي چې نور ښوونځي ته نه شي تللای؛ ځکه اړ دی چې د خپلې کورنۍ د لګښتونو د برابرولو لپاره کار وکړي.
دغه ماشوم وايي: «د ښوونځي د اووم ټولګي زدهکوونکی وم او په ټولګي کې دویم نمره وم. د ښوونځيپه فوټبال لوبډله کې مې لوبې کولې. غوښتل مې چې په راتلونکي کې ډاکټر او دغه راز فوټبالر شم. خو له هغه وخته چې پلار مې ناروغ شو، خپلې ټولې هیلې او د ماشومتوب لوبې مې ښخې کړې. زه نور هېڅکله نه شم کولای ښوونځي ته لاړ شم او یا فوټبال وکړم. باید کار وکړم، څو د خپلو خویندو او وروڼو او ناروغ پلار لګښتونه برابر کړم.»
صدیق (مستعار نوم) ۱۵ کلن ماشوم دی چې وايي، پلار یې په نشهيي توکو روږدی شوی او د نشهيي توکو د پېرلو لپاره یې د کور ډېری وسایل پلورلي دي. د هغه په خبره، دوی سختې ورځې تېرې کړې دي او اوس یې پلار کور پرې ایښی او دوی نه پوهېږي چې چېرته دی. هغه زیاتوي چې اړ دی د خپلو درېیو وروڼو او یوې خور سرپرستي پر غاړه واخلي.
صدیق وايي: «د شپې دوه بجې د سیمې له ماشومانو سره ځم او له باغونو انګور په موټر کې باروو او بیا یې خوست ولایت ته وړو. هلته بیا د انګورو کارتونونه بېرته ښکته کوو. سوداګر موږ ته هره ورځ ۳۰۰ افغانۍ مزدوري راکوي او بیا کور ته ستنېږو. له درېیو ساعتونو ډېر نه ویده کېږم او بیا کار ته ځم.»
دغه ماشوم زیاتوي: «دوه کاله کېږي چې همدا کار کوم. د ښوونځي د شپږم ټولګي زدهکوونکی وم چې اړ شوم ښوونځی پرېږدم. د همدې کار له امله پر ناروغۍ هم اخته شوی یم او کله ناکله بېهوښه کېږم او پر ځان نه پوهېږم، خو تر اوسه ډاکټر ته نه یم تللی. کومې پیسې چې ګټم، د کور پر لګښتونو یې مصرفوم. د کور لپاره څلور زره افغانۍ کرایه ورکوم. کور خراب دی، خو له همدې شرایطو سره ژوند تېروو.»
په همدې حال کې، د ماشومانو د حقونو فعاله مریم معروف آروین وايي، پر ماشومانو د کار او د لویانو د مسوولیتونو تحمیلول او د هغوی په زوره او جبري ډول لویول دي چې کولای شي د هغوی د حقونو او بنسټیزو آزادیو د نقض لامل شي
آغلې آروین وايي: «د کورنۍ د نفقهګټونکي په توګه د ماشوم ټاکل د هغه بنسټیز حقونه نقضولای شي. له دې ډلې، د اقتصادي استثمار او خطرناکو کارونو پر وړاندې د ماشوم حق له پامه غورځول کېږي. همدا راز، دغه وضعیت کولای شي د ماشوم د زدهکړې حق په جدي توګه محدود کړي او د هغه د جسمي، رواني، ټولنیزې او اخلاقي ودې فرصت له منځه یوسي.»
د ماشومانو د حقونو دغه فعاله زیاتوي: «هغه ماشومان چې د بېوزلۍ، د سرپرست د نشتوالي، بېکارۍ او اقتصادي بحران له امله درنو او خطرناکو کارونو ته مخه کوي، تر هر څه ډېر د هغو شرایطو قربانیان دي چې دوی یې په رامنځته کېدو کې هېڅ ونډه نه لري. له همدې امله، له دې وضعیت سره چلند باید ملاتړی، انساني او د ماشومانو د حقونو پر بنسټ وي، نه تاوتریخوالی، ځپل، نیول او ځورول.»
اروا پوه عبدالجلال امرخېل وايي، کله چې ماشوم اړ شي چې د خپل عمر او وړتیا له کچې پورته مسوولیتونه پر غاړه واخلي، ښايي داسې احساس وکړي چې باید د یوه لوی کس په څېر چلند وکړي.
دغه ارواپوه وايي: «په لنډمهال کې دغه وضعیت د اضطراب، رواني فشار، له تېروتنې د وېرې، ستړیا، د لوبو او خوښۍ د کمېدو او کله ناکله د خوب د ستونزو لامل کېږي. په اوږدمهال کې ښايي د ماشوم پر ځان باور زیانمن شي او په لویوالي کې کمالپالنه، د ګناه احساس، د “نه” ویلو ستونزه، د سالمو پولو په رامنځته کولو کې ستونزې او رواني ستړیا رامنځته شي. البته، د عمر له کچې سره سم مسوولیتونه ګټور دي؛ ستونزه هغه مهال رامنځته کېږي چې مسوولیتونه د ماشوم له وړتیا پورته وي.»
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش تېره اوونۍ په خپل تازه راپور کې ویلي وو چې د اپرېل له لومړۍ د جون تر ۳۰مې پورې په افغانستان کې د ماشومانو د حقونو د جدي نقض شاوخوا ۲۸۰ پېښې ثبت شوې دي.
څه موده وړاندې، د کابل یو شمېر اوسېدونکو هم د دغه ښار په بېلابېلو برخو کې د کار کوونکو او بېسرپرسته ماشومانو د شمېر له زیاتېدو اندېښنه څرګنده کړې وه. دوی ویلي وو چې دغه ماشومان ښوونځي ته د تلو او د ماشومتوب د لوبو پر ځای، د خپلو کورنیو د نفقې د برابرولو لپاره د سړکونو پر غاړه اوږده ساعتونه د پلاستیکونو پر راټولولو، د اوبو پر پلورلو، د بوټانو پر رنګولو، د موټرو د ښیښو پر پاکولو او نورو کارونو بوخت دي.


