۸صبح، کابل: د الماني رسنیو د راپور له مخې، د جرمني په هامبورګ ښار کې یوه ۴۰ کلن افغان خپله ښځه وژلې ده.
بېلد ورځپاڼې پنجشنبه د وږي پر ۲۶مه راپور ورکړی چې دغه کس پر خپلې مېرمنې له برید وروسته ځان پولیسو ته سپارلی دی.
د راپور له مخې، دا کس د پنجشنبې پر ورځ د سهار شاوخوا ۸:۳۱ دقیقې په بارمبک سیمه کې د پولیسو ۳۱ حوزې ته ورغلی او مامورانو ته یې ویلي چې خپله مېرمن یې وژلې ده.
په راپور کې راغلي چې دغې مېرمنې روغتون ته له رسېدو مخکې ساه ورکړې او د ورځپاڼې د راپور له مخې، نوموړې زندۍ شوې ده.





