۸صبح، کابل: د بدخشان طالب سیمهییز مسوولان وايي چې د دغه ولایت د راغستان ولسوالۍ د اصلي اوسېدونکو درې ماشومان د واورې ورېدنې او شدید ساړه له کبله مړه شوي دي.
د بدخشان ولايت د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور امر حکمتالله محمدي شنبه د لیندۍ پر ۱۰مه ویلي چې دا پېښه تېره ورځ مازديګر شاوخوا ۵:۰۰ بجې د راغستان ولسوالۍ د نواباد سياب په کلي کې رامنځته شوې ده.
د دې طالب مسوول په وينا، دا ماشومان د راغستان ولسوالۍ «کالر» کلي ته روان وو چې په لاره کې د ډېرې واورې ورېدنې او شدید ساړه له کبله مړه شوي دي.
محمدي زیاته کړې چې د دې درېيو کسانو مړي د شپې له خوا د هغوی د خپلوانو په مرسته د راغستان ولسوالۍ روغتيايي مرکز ته لېږدول شوي او تر هغه وروسته یې کورنيو ته سپارل شوي دي.
په بدخشان کې هرکال د ژمي په موسم کې د مواصلاتي لارو د لرېوالي او شدید ساړه له کبله ګڼ شمېر کسان خپل ژوند بایلي.





