۸صبح، پنجشېر: یوه خبره سرچینه په پنجشېر کې د طالبانو او مقاومت جبهې په نښته کې د یوه مشهور قوماندان حاجي ملک له وژل کېدو خبر ورکوي.
له مقاومت جبهې څخه دغې باوري سرچینې چهارشنبه د وږي پر ۲۳ له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې دا خبر تایید کړ.
د سرچینې په وينا، تېره ورځ قوماندان ملک له خپلو دوو ساتونکو سره په پنجشېر کې له طالبانو سره په نښته کې ووژل شو. تراوسه پنجشېر کې د هغه د وژل کېدو کره ځای روښانه نه دی.
سرچینې زیاته کړه، چې د حاجي ملک ورور هم دوشنبه د وږي پر ۲۱ د پنجشېر ولایت په درې ولسوالۍ کې له طالبانو سره په نښته کې وژل شوی دی.
حاجي ملک احمد شاه مسعود ته نږدې کس و؛ خو د طالبانو له بیا واکمنېدو سره یې په پنجشېر ولایت کې د دغې ډلې بیرغ پورته کړ.
حاجې ملک پر پنجشېر د طالبانو له واکمنېدو وروسته د طالبانو له خوا د پنچشېر ولایت په امنیه قونداني کې د استخباراتو مدیر په توګه وګومارل شو. خو طالبانو هغه موده وروسته بندي کړ.
حاجې ملک له زندانه تر خوشي کېدو وروسته له مقاومت جبهې سره يو ځای شو. هغه په تېرو څو میاشتو کې طالبان ته درانه تلفات اړولي وو.