نړۍوالې ټولنې په ځانګړې توګه امریکا د دوحې د سولې د خبرو له پیلېدو راهیسې طالبان له مخالفو سیاسي ډلو سره د خبرو میز ته رابللي دي. په تېرو څه باندې دوو کلونو کې د ټولګډونه حکومت رامنځته کېدل د نړۍ یوه هغه اساسي غوښتنه ده، چې د طالبانو د په رسمیت پېژندنې لپاره یو وار له مخه شرط ګڼل کیږي. خو دا ډله د خبرو پر ځای له قید او شرط پرته د خپلو مخالفینو د تسلیمېدو په لټه کې ده. طالبانو د سیاسي شخصیتونو د بلنې لپاره د یوه کمیسیون په جوړولو سره له ټولو غوښتي چې له سیاسي فعالیت پرته دې هېواد ته راستانه شي. د طالبانو مخالف سیاسي مشران وايي، د افغانانو د خوښې پر بنسټ، د یوه ولسواک نظام د جوړېدو لپاره له طالبانو سره خبرو ته چمتو دي. په وروستي مورد کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر د دې ډلې مخالفینو ته بلنه ورکړې چې افغانستان ته راستانه شي. خو د هغه مرستیال ویلي، چې طالبان د ډیموکراسۍ لپاره مذاکرات نه مني. هغه ولسواکي «فاحشه اوخبیثه» بللی او ټینګار یې کړی، چې د له منځه وړلو لپاره یې جنګیږي. خو د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا وايي، طالبان سیاسي څېرې د خبرو لپاره نه، بلکې «هدېرې» ته وربولي.
د یوه ټولګډونه حکومت جوړېدل له طالبانو د نړۍ یوه مهمه غوښتنه ده. په وروستي مورد کې د روسیې په کازان ښار کې د مسکو د غونډې غړو په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده. هغه غوښتنه چې تر دې وړاندې د ټولیز امنیت د تړون د سازمان د غړو هېوادونو په سرمشریزه کې هم مطرح شوې ده.
دغه راز د امريکا متحدو ايالتونو، اروپايي ټولنې او د افغانستان ګاونډيو هېوادونو په وار وار له طالبانو غوښتي، چې د يوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو او سياسي خبرو اترو لپاره زمينه برابره کړي. د هغوی په وینا، د حکومت جوړښت باید سیاسي غوښتنو ته ځواب ووایي او د افغانانو بشري حقونه تامین کړي او خلک باید د ځان د برخلیک ټاکلو حق ولري. خو د طالبانو له خوا دا غوښتنې په پرلپسې ډول رد شوې دي.
طالبانو په تېرو دوو کلونو کې په هېواد کې پر ټولو مدني فعالیتونو او سیاسي ګوندونو بندیز لګولی دی. دې ډلې د سیاسي فعالیتونو په بندولو سره خپلو مخالفو سیاستوالو ته بلنه ورکړې چې هېواد ته راستانه شي او له سیاسي فعالیتونو او په واک کې له ګډون پرته ژوند وکړي. خو دا هغه غوښتنه ده، چې د دې ډلې پر وړاندې د سیاسي ګوندونو او نورو جریانونو لخوا د خلکو شعور ته سپکاوی او له دیموکراتیکو ارزښتونو سره دښمني ګڼل شوې ده.
اوس د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني چې له تېرو شلو کلونو راهیسې په افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو په کولو تورن دی، پنجشیر ته د سفر پرمهال د مخکیني حکومت له چارواکو غوښتي چې بېرته افغانستان ته راشي.
پر هغه سربېره، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري چې د دې ډلې د نوي والي د معرفي کولو لپاره پکتیا ته تللی، ویلي چې یو شمېر سیاسي څېرې غواړي له طالبانو سره خبرې وکړي. نوموړي له دې پرته چې د کوم مشخص کس یا غورځنګ نوم واخلي، ټینګار کړی چې طالبان به د ډیموکراسۍ په اړه خبرې ونه کړي.
دغه طالب چارواکي ویلي: «ديموکراسي؟ هغه فاحشه او خبیثه ډیموکراسي چې دلته یې ۲۰ کاله نتیجه ورنه کړه. که په پام کې وي چې دا د مذاکراتو اجنډا وي، مجاهد او طالب یې د نه منلو لپاره شل کاله قرباني ورکړه او د سلو نورو کلونو لپاره هم چمتو وو.»
په همدې حال کې د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت د عالي شورا ویاند خالد پښتون ۸صبح ورځپاڼې ته وايي چې طالبانو افغانستان د ډیموکراسۍ په هديره بدل کړی دی. ښاغلی پښتون ټینګار کوي چې دا ډله په داسې حال کې چې له سیاسي څېرو هېواد ته د ستنېدو غوښتنه کوي، چې د هېڅ ډول سیاسي، مدني، ټولنیز فعالیت، نیوکې او د نظر د څرګندولو حق نه ورکوي. هغه وایي، هغه سیاسي جریانونه به چې پر ډیموکراسۍ باور لري، هغه وخت افغانستان ته ستانه شي چې خلک د خپل سیاسي برخلیک د ټاکلو او د سیاسي او مدني فعالیتونو د ترسره کولو لپاره د بیان د ازادۍ حق ولري.
د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت د عالي شورا ویاند وايي: «طالبان هېڅکله خپل سیاسي ژوند په دیموکراسۍ کې نه ویني، ځکه پوهیږي چې که هیواد ته ډیموکراسي راشي او خلک د رایې او نظر حق ولري، نو دا وضعیت د طالبانو لپاره سیاسي مرګ او د سیاسي ژوند وروستۍ ورځ ده. هغوی د دیکتاتورۍ لپاره شل کاله جګړه وکړه او هېڅکله په ولسواکۍ کې د یوې ورځې لپاره هم په واک کې نشي پاتې کیدلای.»
ښاغلی پښتون ټینګار کوي چې د ټاکنو او یا هم د یوې رښتینې لویې جرګې په صورت کې به هم طالبان خپل پخواني پلویان له لاسه ورکړي. هغه د طالبانو له خوا سیاسي شخصیتونو ته د بلنې ورکړه له سپکاوي ډکه ګڼي او وايي: «دا بلنه د ملنډو وړ ده. دا داسې ده لکه تاسو چې له یو چا وغواړئ چې په خپل کور کې ډوډۍ ونه خوري، نظر ورنه کړي، په ازاده توګه د ګرځېدو حق ونه لري او خبرې ونه کړي. دا څه ډول ژوند دی؟ دا ژوند له هدیرې سره توپیر نه لري. که د طالبانو د امنیت مطلب همدا وي، نو په هديرې کې هم همدا امنیت دی.»
د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت د عالي شورا ویاند وايي، هغه کسان چې د طالبانو په بلنه افغانستان ته راستانه شوي، د خپلو شخصي کارونو لپاره راغلي او د کارونو له خلاصېدو وروسته له هېواده وتلي دي، ځکه طالبانو له خلکو د ژوند کولو فضا اخیستې ده. ښاغلی پښتون دغه راز د دوحې خبرې ناکامې بولي او وايي، چې طالبانو د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو، بشري حقونو ته د درناوي او له ترهګرو ډلو سره د مبارزې په برخو کې د دوحې پر هوکړه لیک عمل نه دی کړی. د هغه په وينا، د داعش پر وړاندې د طالبانو جګړه د خپل پایښت لپاره ده او په دې نامه خپل مخالفين وژني، په داسې حال کې چې د القاعدې په ګډون نورو ترهګرو ډلو ته يې ډېر امتيازات ورکړي او ترهګر يې په واک کې شريک کړي دي.
دغه راز د افغانستان د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود هم تېره اوونۍ په پاریس کې وویل، چې تر هغو به افغانستان ته ستون نه شي او د دغې ډلې پر ضد به له وسلهوالې او سیاسي مبارزې لاس وانخلي، څو طالبانو د ټاکنو ترسره کېدل نه وي منلي.
بل خوا یو شمېر کارپوهان او د پوهنتونونو استادان هم وايي چې طالبانو په تېرو دوو کلونو کې د نړۍ او د افغانستان د خلکو هېڅ غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویلی. د دوی په وینا، دا ډله سیاسي خبرې ځان ته د تسلیمۍ او اطاعت په مانا ګڼي او هر هغه سیاسي جریان او فعال ته به چې هیواد ته ستون شي، یوازې په «چوپتیا» کې د ساه اخیستلو حق ورکړي. د پوهنتون د یو شمېر استادانو په وینا، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د مرستیال وروستیو څرګندونو د یوه ټولګډونه حکومت او خبرو په تړاو د نړۍ او خلکو د غوښتنو پر تابوت وروستی میخ وواهه او نړۍواله ټولنه باید طالبانو ته تر دې زیات فرصت ورنه کړي.
د پوهنتون استاد میرزا رفعت وايي، طالبانو په څه باندې دوو کلونو کې د یوه داسې پراخ بنسټه حکومت د جوړولو غوښتنې ته پام نه دی کړی چې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته پکې درناوی وشي. د هغه په وينا، دا ډله اساساً له دا ډول غوښتنې سره په ټکر کې ده او د دې چارې منل د طالبانو ماهیت تر پوښتنې لاندې راولي.
ښاغلی رفعت زیاتوي چې د ټولګډونه حکومت د جوړولو لپاره د طالبانو پر وړاندې د نړۍ هڅه «په هوا کې د میخ ټکول دي» او له دې پرته چې له دې ډلې سره په تعامل کې د هېوادونو لنډمهالې ګټې خوندي کوي، د سیمې د ټیکاو او امنیت لپاره هېڅ ګټه نه لري.
سیاسي بهیرونه او کارپوهان په داسې حال کې د طالبانو له خوا د یوه ټولګډونه حکومت جوړېدل او بشري حقونو ته درناوی ناممکن بولي، چې هېوادوالو د دې ډلې له واکمنۍ نه د تېښتې لپاره کډوالۍ ته مخه کړې ده او هر ډول خطرونه یې پرځان منلي دي.
په داسې حال کې چې دا مهال په پاکستان او ایران کې زرګونه کډوال له اجبارې اېستل کېدو، توقیف او زنداني کېدو سره مخ دي، په سلګونو کسان د اروپايي هېوادونو په پولو کې د ژوند او مرګ تر منځ حالت کې نورو هېوادونو ته د تللو په هڅه کې دي او په افغانستان کې پر ټولنیز ژوند د ناهیلۍ سیوري غوړیدلی دی. خو طالبانو دغه ټولې ناخوالې بابېزه ګڼلي او د ولس او نړۍ غوښتنو ته يې غاړه نه ده اېښي.