د اوکراین او روسیې ترمنځ له کړکېچ وروسته اوس بریتانیا، اوکراین او پولنډ د درې اړخیزو همکاریو ایتلاف جوړ کړی دی.
اناتولي خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دغه درې اړخیز ایتلاف خبر نن جمعه د فبرورۍ پر ۱۸ د اوکراین او بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرانو ګډ خبري کنفرانس کې مطرح شو.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمتریو کولبا د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې لیز تراس سره په ګډ خبري کنفرانس کې د درې اړخیز ایتلاف په تړاو خبر ورکړی او زیاته کړې يې ده، چې ډېر ژر به د دغه ایتلاف په تړاو ګډه ویناپاڼه خپره شي.
د دغه تړون موخه د اوکراین د خاورې ساتنه بلل شوې ده.
د دغه تړون غړي هېوادونه به له اوکراین سره د اقتصاد، سوداګرۍ، انرژۍ او له جعلي خبرونو سره د مبارزې په برخه کې همکاري کوي.
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې لیز تراس هم ویلي، چې له کیف څخه د ملاتړ په موخه خپلې مرستې له دغه هېواد سره له ۱۰۰ میلیونو پونډو زیاتوي. نوموړې زیاته کړې: «ویاړو چې د اوکراین د ملاتړ په موخه په لومړۍ کرښه کې یو.»
دا ایتلاف داسې مهال جوړېږي، چې روسیې له ۱۰۰ زرو زیات ځواکونه د اوکراین پولې ته څېرمه ځای پرځای کړي او دا لوېدیځو هېوادونو ته پر اوکراین تېری بللی کېږي.
له بلې خوا روسیې په پرله پسې توګه پر اوکراین د برید خبره رد کړې او د خپلو ځواکونو د شاتګ خبره یې کړه ده.