سږنی ژمی په افغانستان کې په تېره یوه لسیزه کې یو له تر ټولو سړو موسمونو ګڼل کيږي. سړې هوا په تېرو دوو میاشتو کې پر نشو د روږدو لسګونه کسانو ژوند اخيستي دی. د سرچينو د معلوماتو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يوازې د نيمروز ولايت په مرکز زرنج ښار کې د سختې يخنۍ له امله د شپږو روږدو کسانو په ګډون اته تنه مړه شوي دي. په داسې حال کې چې طالبان په دې برخه کې کوم پلان نه لري، د دغه ولايت يو شمېر رضا کارو ځوانانو د زرنج ښار له واټونو او کوڅو نه پر نشه يي توکو روږدي لسګونه کسان راټول کړي او مناسب ځاى ته يې لېږدولي دي.
سديس يو له همدغو ځوانانو دی، هغه ۸صبح ورځپاڼې ته وايي، چې په دغه ولايت کې هېڅکله هم هوا دومره سړه نه وه. هغه او د همکارانو یوې ډلې يې د چهارشنبې په ورځ د مرغومې پر ۲۱مه، د دغو کسانو د راټولولو بهیر پیل کړی دی. سديس په نیمروز کې د سړې هوا له امله د یوه ماشوم له مړینې الهام اخیستی او پر نشه یې توکو د روږدو کسانو د ژوند ژغورلو لپاره یې لېڅې رانغاړلې دي. دغه رضاکار ځوان زیاتوي: «کله چې مو واورېدل چې یو ماشوم د سړښت له امله مړ شوی، نو د ځوانانو له یوې ډلې سره مو د معتادینو راټولول پیل کړل.» سديس څرګندوي، چې په لومړۍ شپه يې له ښاره نږدې څلور سوه روږدي کسان راټول کړي دي خو په بله ورځ د روږدو کسانو شمېر نږدې زر تنو رسيدلی دی.
په نيمروز کې يو بل رضاکار ځوان مسعود وايي، چې د دغو روږدو کسانو د اوسېدو لپاره يې مناسب ځاى په پام کې نيولى او د دغو روږدو کسانو لپاره د خوراکي توکو د برابرولو په فکر کې هم دي. هغه زیاتوي: «موږ په فلکې سيمه کې د دغو روږدو کسانو لپاره د لیلیې پلان جوړ کړ او اوس دغه روږدي کسان، چې نږدې زر کسان دي، دلته ساتل کیږي.»
مسعود زياتوي، چې په لومړۍ شپه ده او ملګرو يې په خپل شخصي لګښت خوراکي توکي وپېرل او پر نشه يي توکو روږدو کسانو يې ووېشل، خو وروسته د دغه ولايت سوداګر او ځوانان لاس په کار شوي او د خوراکي توکو په برابرولو کې يې همکاري کړې ده.
ګل اغا یو له هغو معتادینو دی چې د ښار له واټونو نه دغه شپه غالي ته لېږدول شوی دی. هغه د نیمروز د رضاکارو ځوانانو پر دغه کار خوښي څرګندوي او وايي، چې دغه کار د ده او د لسګونو نورو روږدو کسانو ژوند وژغوره: «دا ډير ښه کار شوی چې موږ يې راوستي يو. په دې ورځو کې شپې ډېرې سړې شوې دي، که داسې نه وای شوي ، هره شپه به زموږ له ډلې ۱۰ یا ۲۰ تنه مړه کېدل.» ګل اغا چې د هرات د غوريان ولسوالۍ اصلي اوسېدونکى دى، شاوخوا ١٢ کاله وړاندې يې د نشه يي توکو کارولو ته مخه کړې ده. هغه به وخت ناوخته په قاچاقي توګه ايران ته تللی، شاوخوا پنځه مياشتې وړاندې له ايرانه را اېستل شوى او تر اوسه د نيمروز په واټونو کې اوسېږي. هغه زیاتوي: «پنځه میاشتې وړاندې له پولې راواړول شوم. کله چې نیمروز ته راورسېدم، نور مې هېڅ مخ نه درلود چې خپلې سیمې ته ولاړ شم. همدلته خپله ورځ تېروم»
پر نشه يي توکو روږدي کسان چې د نيمروز ښار له واټونو نه راټول شوي دي، د رضاکارو ځوانانو له دغه بشري اقدامه خوښ دي او وايي، چې دغه کار له مرګه وژغورل. د نيمروز ولايت اوسېدونکي هم د رضاکارو ځوانانو د دغه اقدام هرکلى کوي او وايي، چې په دې وروستيو کې په زرنج ښار کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو شمېر زيات شوى و او دا کار د زرنج ښاريانو لپاره يوه جدي ننګونه بلل کېده.
د زرنج ښار اوسېدونکی احمد شریف وايي: «دا د ښه اقدام تر څنګ یو نېک عمل هم دی. کله به چې له کوره وتو، په هره کوڅه کې به مو پر نشه يي توکو له پنځو تر لسو روږدي کسان ليدل او دغه کار خلک اندېښمن کړي وو. اوس پر نشه يي توکو د روږدو کسانو راټولېدو د خلکو اندېښنې کمې کړې او د لسګونو کسانو ژوند ژغورل شوی دی.»
د ورکړل شمېرو له مخې، په نیمروز ولایت کې نږدې ۱۳ زره روږدي کسان له سرپناه پرته خپلې شپې او ورځې تېروي. رضاکار ځوانان یوازې د لنډې مودې لپاره د دغو لږ شمیر روږدو کسانو پالنه کوي، خو په ښار کې پر نشو روږدي زرګونه نور کسان سوړ ژمی د سرپناه له لرلو پرته تېروي. ډېری دغه کسان د نورو ولایتونو اوسېدونکي دي، چې له ایرانه تر را اړول کېدو وروسته، په دغه ښار کې پاتې شوي او بېرته خپلو کورونو ته نه دي ستانه شوي.
دا په داسې حال کې ده چې سږنی ژمی د تېرو کلونو په پرتله سوړ دی او ویل کېږي چې په راتلونکو اونیو کې به هوا نوره هم سړه شي. د طالبانو تر ادارې لاندې د زرنج ښاروالۍ تر اوسه پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو لپاره کوم اقدام نه دی کړی. طالبان پر نیمروز سربېره، په نورو ولایتونو کې هم پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو منظم پلان نه لري. د بغلان ښاروالۍ په دې وروستیو کې د پنځو روږدو کسانو له مړېنې وروسته د روږدو کسانو د راټولولو لړۍ پیل کړې ده. خو تر اوسه دا نه ده څرګنده چې د دغو روږدو کسانو د ساتلو او پالنې لپاره څه پلان لري.