۸صبح، کندهار: په کندهار کې سیمهییزې سرچینې په دغه ولایت کې د دوو کسانو په مرموز د وژل کېدو خبر ورکوي.
سرچینې دوشنبه د غويي پر ۱۷مه ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې دا دوه مړي د کندهار ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د سرچينې په خبره، په دغو کسانو کې يو یې نورمحمد نومېده او مړى يې په شاهوليکوټ ولسوالۍ کې موندل شوى دى.
نوموړی د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و.
د دويم کس مړى هم د کندهار ښار په پنځمه حوزه کې موندل شوى دى.
طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
که څه هم تر اوسه د دغو دوو کسانو د وژل کېدو لامل نه دی په ډاګه؛ خو واک ته طالبانو تر بیاځلې رسېدو وروسته په هېواد او په ځانګړي ډول کندهار ولایت کې د مرموز وژنو شمېر زیات شوی دی.