۸صبح، کابل: د افغانستان بانک ویلي، چې سبا چهارشنبه د کب پر یوولسمه ۱۴ میلیونه امریکايي ډالر د داوطلبۍ له لارې پلوري.
دغه بانک نن سهشنبه د کب پر ۱۰ په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، چې یاد امریکايي ډالر د یوې ازادې او رڼې پروسې له لارې بازار ته د پلور په موخه وړاندې کوي.
د افغانستان بانک له سوداګریزو بانکونو، صرافیو او د پولي خدمتونو له شرکتونو په دې داوطلبۍ کې د ګډون غوښتنه کړې ده.
د افغانستان بانک د لیلام له ګټوونکي څخه غوښتي، چې خپل حساب د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان بانک څو ورځې وړاندې هم شاوخوا ۱۲ میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړل.
څو میاشتې وړاندې د ډالرو پر وړاندې په بېسارې توګه د افغانۍ ارزښت را ولوېده؛ خو په دې وروستیو کې بازار ته د ډالرو په وړاندې کولو سره افغانۍ خپل ارزښت پورته کړی دی.