د نړۍ په ډېرو برخو کې له ډېر وخت راهیسې د ملت، د ملي یووالي د اړتیا او د ملي ارزښتونو د ساتنې خبرې وروسته پاتې والی ګڼل کېږی او په پوهنتونونو او فکري کړیو کې پر ملتپالنې د یوه زاړه سیاسي بهیر په توګه خبرې کېږي. په لوېدیځه نړۍ کې ملتپالنه د ۱۹مې پېړۍ په نیمایي کې له خپل زور اخیستو یوازې ۶۰-۷۰ کاله وروسته له ننګونو سره مخ شوه او د پولو د جوړولو، دېوالونو د پورته کولو او متعصبانه قومي پیوستونونو د تبلیغ د تمایل پر ضد خوځښتونه پیل شول. خو د شلمې پېړۍ تر نیمایي پورې کله چې دوو نړۍوالو جګړو په توکمپالنې د ککړې افراطي ملتپالنې ناړوه څېره راښکاره کړه، د ملت پالنې د خطرونو په اړه هېڅ جامع توافق نه و، د ملتونو لیګ او بیا ملګري ملتونه د افراطي ملتپالنې یا فاشیزم د دیو پر وړاندې د قدرتونو او ټولنو د یوې لویې برخې ټولیز غبرګون و، چې نړۍ یې د ټولیزې ورانۍ تر بریده ورسوله. هغو شرکتونه او حکومتونو چې د نړۍ د شتمنیو د وېشلو لپار جنګېدل، کلتوري، جغرافیایي او توکمیز توپیرونه د خلکو د راټولولو لپاره د یوې وسیلې او د وژنو او ورانیو د توجیې لپاره د یوې پلمې په توګه کارول.
د ډېرو هغو هېوادونو رسنیو، هنرمندانو، سیاستوالو او ډېری مبلغانو چې د نړۍ په شتمنۍ او خاورې کې د زیاتې ونډې غوښتونکي وو، د ځان د غوره بللو او تفرقې اچولو د کیسو د جوړولو لپاره سره یو ځای شوي وو او انسانان یې د پوستکي د رنګ، خاورې، کلتوري او عقیدتي تړاوونو له امله په ناولو، شیطانانو، دښمنانو او غوره، غوره شویو او ملګرو وېشل.
د ملګرو ملتونو منشور او د بشري حقونو نړۍواله اعلامیه له دغو فاشیستي تمایلاتو نه د هېوادونو د برائت رسمي اعلان و. د جنسیتي، قومي، کلتوري، ملي، توکمیزې او ایډیالوژیکې برلاسۍ غوښتل په رسمي توګه وغندل شول او غیر انساني وبلل شول او د انسانانو د حقونو پر برابرۍ ټینګار وشو. تر هغې وروسته، ځینې ټولنې په تدریجي ډول او د سواد او سوکالۍ د کچې په لوړېدو سره وتوانیدې چې د داسې انسانانو د روزنې چاپېریال برابر کړي چې د تنګو ځایي او ملي علایقو له بنده راووځي او مسایلو ته له نړۍوال لید لوري وګوري. اوس کاسموپولیټان په یوه لوی او مخ پر ودې ځواک بدل شوي دي. په پرمختللو هېوادونو کې له هغه څه سره د وګړو احساساتي تړاو او پولې کمې شوې چې ملي بلل کېږي او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په سلګونو میليونه انسانان له ملت او خاورې سره له تعصبانه احساساتي تړاو پرته پر ژوند بوخت دي او کله ناکله خپل وطن بدلوي. خو ښکته بیا، په میلیاردونو انسانان د لوږې، محرومیت او ناپوهۍ په پولو کې بند پاتې دي او نه شي کولای چې په اسانۍ سره د خپلو کړاوونو او ناتوانیو له پولو اخوا ګام کېږدي.
اوس لږترلږه دوه بېلې نړۍ لرو. په یوې کې د کاسموپولیټین انسانان لږکي ژوند کوي چې کولای شي د نړۍ هر ګوټ ته لاړ شي، په هر ځای کې پانګونه وکړي، د نړۍ له ګوټ ګوټه له خلکو سره اړیکې ولري، د ځمکې د برخلیک په اړه فکر وکړي او د نړۍوالو پرمختګونو په اړه خبرې وکړي. د هغوی د نفوذ او شتمنۍ په شاوخوا کې کلتور او ادبیات رامنځته شوي دي او د لیکوالانو او پوهانو یوه لویه ډله د هغوی د ژوند بڼه د سمبول په توګه نمانځي او د نورو ذهنونونو ته یې د تکثیرولو هڅه کوي.
په نوره نړۍ کې هغه انسانان په ملي پولو او محدودیتونو کې ژوند کوي، چې نه په نړۍوال وطن کې د ژوند کولو مادي توان لري او نه د داسې نړۍ په اړه د فکر کولو فرصت. البته چې د کاسموپولیټانو خواږه افکار د کتابتونونو، رسنیو او پوهنتونونو له لارې زموږ د ښکته نړۍ د روڼ اندو یوې ډلې ته رسېدلي دي او موږ هم داسې هیوادوال لرو چې ملتپالنه یو زوړ او ویجاړونکی حرکت ګڼي.
موږ د افغانستان خلک د نولسمې پېړۍ له وروستیو چې په سیمه کې د نړۍ د قدرتونو حضور په موږ باندې په پولې، بیرغ او پاسپورټ لرونکې خاوره کې د ژوند شرایط تحمیل کړل، تر هغه وخته چې د شلمې پېړۍ په لومړۍ نیمایي کې د ملي حکومت د جوړولو او نسکورولو لپاره زورورې څپې پیل شوې او تر نن ورځې پورې چې زموږ پر ملت توب تاوده بحثونه کېږي، د دې ښکته نړۍ په تر ټولو ښکته پوړ اېسار پاتې یو. له دې حالته د ژغورلو لپاره، ملتپالنه یوه پرمختللې او اغېزناکه سیاسي وسیله ده، په دې شرط چې په شوونیزم او برلاسۍ غوښتنې ککړه نه وي. ملتپانه چې موخه یې له بې دولتۍ د هېواد خلاصون او له قاچاق کوونکو، لوټمارانو، ترهګرو او مزدورو جنګیالیو د خاورې نیول دي، د افغانستان د خلکو لپاره تر لېبرالي، اسلامي او یا کارګري کاسموپولیټیزم غوره ده. ملتپالنه به چې د هېوادوالو لپاره ډیموکراتیک لرلید رامینځته کوي او د دین، ملت او کلتور د سوداګرو شر زموږ له سره کموي، افغانستان هغې لارې ته سیخ کړي، چې پر انټرنشنلیزم د ولاړ کاسموپولیټیزم ملاتړي مفکرین یې غواړي.