۸صبح، کابل: د طالبانو د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال محمدنبي عمري ویلي چې په افغانستان کې ټيټيپي نه شته او په خبره یې، د پاکستان حکومت دې له دې ډلې سره روغه جوړه وکړي.
عمري چهارشنبه د وري پر ۱۵مه په خوست کې د ډلییز روژه ماتي په پروګرام کې ویلي چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ (ټيټيپي) هېڅ غړی نه شته او په خبره یې، په پاکستان کې د نښتو ډېرېدل د افغانستان پر وضعیت هم ناوړه اغېز کوي.
د نوموړي په خبره، د هغوی تجربو ښودلې چې جګړه به د پاکستان لپاره هم ویجاړونکې پاېلې ولري.
هغه زیاته کړې که پاکستان ان ۱۰ میلیونه ځواکونه هم ولري په خبره یې، نه شي کولای خپل مخالفان له منځه یوسي.
په دې وروستیو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ نانندریو زور اخیستی دی.
د دغو نانندریو لوی لامل د ټيټيپي له خوا پر پاکستاني پوځیانو بریدونه ګڼل کېږي.
پاکستان بیا ډېری وخت ادعا کړې چې له افغانستانه زیانمن دی.
طالبانو بیا دا ادعاوې رد کړې دي او ویلي دي چې له افغانستانه چاته ګواښ نه شته.