۸صبح، دوشنبې: د «پراخ سیاسي نظام، بېلګو او لارې نقشه» په چورلیز د هرات امنیتي ناسته د تاجکستان په دوشنبې ښار کې جوړه شوه. په دې ناسته کې د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي چې د افغانستان په خاوره کې ترهګر فعالیتونه زیات شوي دي.
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال فرهاد سلیم، سه شنبې د لیندۍ په اتمه د تاجکستان په پلازمیني دوشنبې ښار کې د هرات په امنیتي ناسته کې د وینا پرمهال، په افغانستان کې د ترهګرو د فعالیتونو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
هغه ویلي: «موږ په افغانستان کې د ترهګرو سازمانونو د فعالیت په اړه اندېښمن یو.»
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال څرګنده کړې چې هېواد یې په افغانستان کې د ښځو او مېشتو قومونو د حقونو تر پښو لاندې کول غندي.
د تاجکستان دغه دولتي چارواکي د افغانستان د دوامداره کړکېچ د اواري لپاره په دې هېواد کې د ټولګډونه سیاسي نظام پر جوړېدو ټینګار کړی دی.
د هرات لسمه امنیتي ناسته د اروپا، آسیا او امریکا کابو ۲۰۰ استازو په ګډون د لومړی ځل لپاره له افغانستانه بهر ترسره شوې ده.