طالبانو په پکتیکا کې درې تنه د خلکو په مخکې په دُرو ووهل

۸صبح، پکتیکا: په پکتیکا کې ځايي سرچینې په دې ولایت کې د طالبانو له خوا د درېیو تنو په دُرو وهلو خبر ورکوي.

د سرچینو په وینا، دا کسان د دوشنبې د لیندۍ اوومه له غرمې وروسته، د غلا په جرم د پکتیکا د مرکز شرنې ښار په سپورتي لوبغالي کې د خلکو په مخکې په متروکو وهلي دي.

سرچینې وایي چې یو دغه کس د موټرسایکل د غلا په جرم ۳۵ دُرې وهل شوی دی. هغه په اته میاشتې بند هم محکوم شوی دی.

طالبانو همداراز دوه تنه نور کسان په شرنې ښار کې له یوه صراف څخه د پیسو د غلا په جرم په دُرو وهلی دی.

دا په داسې حال کې دي چې تېره اونۍ هم طالبانو ۱۴ تنه په لوګر او ۱۹ په تخار کې په دُور وهل شوي دي.

ورته لیکنې

Back to top button