• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱ لړم ۱۴۰۵ - ۲۳ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د هرات د امنیتي غونډې پایته رسېدل؛ نړۍ د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو او د ښځو د حقونو پر خوندېتوب هوکړه لري

۸صبح ۸صبح
۱۰ ليندۍ/قوس ۱۴۰۱ - ۱ دسمبر ۲۰۲۲ [t_time:1669877454]

د هرات امنیتي غونډه چې د تاجکستان په مرکز دوشنبې ښار کې جوړه شوې وه، پرون پای ته ورسېده. د دې غونډې ګډونوالو د خپلو خبرو په وروستۍ ورځ ټینګار وکړ، چې نړېواله ټولنه په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو او د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره یوه خوله ده. د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافېره وايي، امریکا لا هم له افغانستان سره ترټولو لوی مرسته کونکی هېواد دی. د هغې په وینا، د اساسي قانون او ټاکنو په تړاو خبرې وخت ته اړتیا لري. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي وویل، که طالبان د افغانانو بنسټيز حقونه خوندي نه کړي، د جرمونو د نړیوالې محکمې له لارې اقدام او پر دغې ډلې بندیزونه د دې ټولنې د اجنډا په سر کې راځي. د پاکستان د پارلمان غړي محسن داوړ چې په انلاین بڼه یې په غونډه کې ګډون درلود وویل، چې طالبانو د افغانستان خلک یرغمل کړي دي.

په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافېرې کرن ډیکر د هرات د لسمې امنیتي غونډې په وروستۍ ورځ وویل: «امریکا، روسیه، ایران او افغانان په افغانستان کې د ښځو د حقونو او ټولګډونه حکومت د جوړېدو په موضوع کې د نظر یووالي لري او دا یوه مهمه مسله ده.»

هغې زیاته کړه: « موږ اوس هم د افغانستان ترټولو ستر تمویلوونکي یو. موږ تېر کال له افغانستان سره له یو میلیارد ډالرو زیاته مرسته کړې ده.»

د امریکا سفارت شارژدافېرې ټینګار وکړ: «موږ له طالبانو سره مرسته نه کوو؛ زموږ پیسې د ملګروملتونو د سازمانونو له لارې د بشري مرستو او اقتصادي ثبات لپاره لګول کېږي.»

دغې امریکايۍ چارواکي وویل:«د اساسي قانون، ټاکنو او سیاسي چارو په تړاو خبرې مهم بهیر دی خو وخت نیسي. موږ باید اوس خپل تمرکز له بشري ناورنیه د افغانانانو پر ژوندي وتلو وساتو.»

بل خوا، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي ټامس نیکلاسن چې د هرات د امنیتي غونډې پر دویمه ورځ یې خبرې کولې، وویل: «د یوه باثباته افغانستان د جوړېدو لپاره موږ د یوه جدي او اوږده بهیر احیا ته اړتیا لرو، طالبان مسوولیت لري چې نړیوالو قوانینو ته د افغانستان د ژمنو په رڼا کې د افغانانو حقونه خوندي کړي.»

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي ټینګار وکړ، چې طالبان باید د افغانستان خلکو ته حساب ورکوونکي وي. د هغه په ​​وينا، که طالبان د نړۍ او د افغانستان د خلکو غوښتنو ته ځواب ونه وايي، دا موضوع به د دوى او د افغانستان د خلکو لپاره ډېرې ناوړه پايلې ولري.

ښاغلي نیکلاسن زیاته کړه: «که هغوی (طالبان) د خلکو اساسي حقونو ته درناوی ونه کړي، په ځان کې بدلون رانه ولي، د خلکو مدني او بشري حقونه خوندي نه کړي، موږ کولای شو ان د جرمونو د نړیوالې محکمې له لارې اقدام وکړو او د طالبانو پر وړاندې بندیزونه ولګوو.»

اخو، د روسیې د علومو اکاډمۍ د ختیځو مطالعاتو د انستیتوت جګپوړي متخصص، ماکسیم پاشکوف چې د «افغانستان: نړیوال مسوولیت، همغږي کړنلارې، د ملګروملتونو رول» تر سرلیک لاندې غونډه کې یې وینا کوله وویل، چې په افغانستان کې د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته، نړیوالې مرستې، چې د افغانستان د ټول لګښت ۴۵٪ برخه یې جوړوله، بندې شوې دي.

د هرات په لسمه امنیتي غونډه کې دغه جګپوړي روسي متخصص پر سیمه ییز تعامل او همغږۍ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «سیمه باید د سیمې د ټيکاو، امنیت او اقتصاد د راتلونکي لپاره  تعامل وکړي. موږ له تعامل او همپالنې پرته بله لاره نه لرو.»

پر هغو ویناوالو سربېره چې په دې غونډه کې یې په حضوري توګه ویناوې وکړې، د پاکستان د پارلمان غړي محسن داوړ، چې د پاکستان د حکومت له لوري په دې غونډه کې د ګډون اجازه نه وه ورکړل شوې، د ويډيو کنفرانس له لارې خبرې وکړې. ښاغلي داوړ وویل، طالبانو له یوه کال راهیسې د افغانستان خلک یرغمل نیولي دي. هغه دغه راز ټینګار وکړ، چې دغې ډلې په افغانستان کې د خپلې یو کلنې واکمنۍ پر مهال ښځې له ټولنې ګوښه کړې دي.

د دغې غونډې پنځمه غونډه د تاجیکستان د پلازمېنې دوشنبې ښار په حیات ریجنسي هوټل کې د «نوروزستان: ګډ کلتوري میراث، ډله ییز ژوند، سیمه ییزه همکاري» تر سرلیک لاندې جوړه شوه. د دغې غونډې ګډونوالو په نوروزستان یا د نوروز حوزې په هېوادونو کې کلتوري، تاریخي او ژبني عناصر د سیمې د سیاسي او اقتصادي همکاریو او همپالنې لپاره یو لوی ظرفیت دی.

د ایران تاریخ لیکونکی او د مستندو فلمونو جوړونکی حسین دهباشی، د تاجکستان د ملي ښوونیز پوهنتون استاد قاسمي سعدي او د لندن د کینګز کالج مشره عایشه صدیقی د دغې غونډې له ویناوالو وو، چې په افغانستان کې یې یوې حل لارې ته د رسېدو لپاره د کلتوری مشترکاتو پر اهمیت یې ټینګار وکړ.

بل خوا، د ۸صبح ورځپاڼې د امتیاز خاوند سنجر سهیل چې د دغې غونډې د اوومې او وروستۍ غونډې کوربه و، د دې غونډې د کوربتوب له امله د افغانستان د سټراټېژیکو مطالعاتو له انېسټېټیوټ او تاجکستانه مننه وکړه.

ښاغلي سهیل د دغو خبرو په وروستۍ غونډه کې د خپلو خبرو په ترڅ کې زیاته کړه: «دوشنبې د تاجکستان د پلازمېنې او په فارسي کلیز کې د اونۍ د درېمې ورځې د نوم په توګه ډیر اززښتونه،تاریخ او خاطرې لري، چې د افغانستان د جمهوري نظام له بې رحمانه ړنګېدو او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، احساس کوم چې په کور کې یم زه تل دلته داسې احساس کوم لکه په کور کې چې یم.»

د ۸صبح ورځپاڼې د امتیاز خاوند د هرات د امنیتي خبرو لسم پړاو د سیمه ییزې همپالنې او له نړۍ سره د رغنده تعامل لپاره مهم وباله او د ورته غونډو پر رغنده رول او اغېزو یې ټینګار وکړ. د ښاغلي سهیل په وینا، د ټولګډونه سیاسي نظام د جوړښت او د ټولنیز عدالت د تامین لپاره اړینه ده چې سیاسي او علمي ځواکونه د هېواد د راتلونکي لپاره سلا مشورې وکړي.

په همدې حال کې د افغانستان د خبريالانو د ټولنې د پخواني مشر او خبريال فهيم دشتي مېرمن سیاره  دشتي هم د دغې غونډې له ويناوالو وه. هغې وویل:«نړۍ باید د طالبانو د جنایتونو د قربانیانو کورنیو ته پاملرنه وکړي.»

د هرات لسمه امنیتي غونډه په داسې حال کې پای ته ورسېده، چې د دغې غونډې ۲۰۰ ګډونوالو چې له اروپا، امریکا او اسیا نه یې په دې غونډه کې ګډون کړی و، د افغانستان د اوسنیو ستونزو د حل لپاره، د لنډمهالي مشارکتي حکومت پرجوړېدو او د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو پر خوندېتوب ټينګار وکړ.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

اوچا: د هرات له زلزلې دوه کاله وروسته لا هم زرګونه کورنۍ بې کوره دي
خبرونه

اوچا: د هرات له زلزلې دوه کاله وروسته لا هم زرګونه کورنۍ بې کوره دي

۱۵ تله/میزان ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵ [t_time:1759860462]
تاجکستان د کونړ زلزله‌ ځپلو ته څه باندې درې زره ټنه مرسته استولې
خبرونه

تاجکستان د کونړ زلزله‌ ځپلو ته څه باندې درې زره ټنه مرسته استولې

۱۷ وږی/سنبله ۱۴۰۴ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۵ [t_time:1757338103]
په خوست کې د جنايي پېښو زیاتوالی؛ طالبان د امنیت په ټينګولو کې پاتې راغلي
ځانګړي

د بشري حقونو نقض؛ له یوې نړیوالې مسألې سره د طالبانو بدوي چلند

۲۱ ليندۍ/قوس ۱۴۰۳ - ۱۱ دسمبر ۲۰۲۴ [t_time:1733944266]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هالنډ کې د ازبکي ژبې د ملي ورځې د نمانځنې مراسم ترسره شول

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.