۸صبح، کابل: د کابل ښار په کفایت سنټر سوداګریز مرکز کې یوه سرچینه وایي، چې په دغه سوداګریز مرکز کې دوې ورځې مخکې د چاودنې له امله د یوې کورنۍ شپږ غړي سخت ټپي شوي، چې له دې منځه یو ماشوم تازه خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
پر دارالامان واټ د کابل ښار په کفایت سنټر کې چاودنه دوې ورځې مخکې وشوه. د دغه سوداګریز مرکز یو مسوول سه شنبه د مرغومي اووهویشتمه نېټه ۸صبح ورځپاڼې ته وایي، چې دغه چاودنه د برېښنا شرکت د عملیاتي برخې د رییس په کور کې شوې، چې په پایله کې یې د ده د کورنۍ غړي سخت ټپیان شوي دي.
د کفایت سنټر د دغه مسوول په وینا پېښه د ګاز ډبې د چاودنې له امله وه.
وړاندې د پېښې له ځایه یوې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي و، چې چاودنه د کفایت سنټر په نهم پوړ کې د یوه طالب غړي په کور کې شوې، چې په پایله کې یې د دې ډلې څو تنه جنګیالي وژل شوي دي.
د سرچینو په وینا دغې چاودنې د کفایت سنټر ودانۍ ته سخت مالي زیان رسولی دی.
د ویلو ده، چې د کابل ښار په کفایت سنټر کې چاودنه یکشنبه غرمهمهال د مرغومي پر پنځهویشتمه نېټه وشوه.