۸صبح، کابل: د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویلي، چې شاعران اجازه نه لري ساز او سرود ته ورته شعرونه ووایي.
د دغه وزارت یو مکتوب، چې د روان کال د وږي میاشتې پر دېرشمه نېټه په ۳۴ ولایتونو کې د طالبانو د امربالمعروف ریاستونه ته صادر شوی دی دوشنبه د مرغومي پر شپږویشتمه د ۸صبح ورځپاڼې لاس ته رسېدلی دی.
د طالبانو د امربالمعروف وزارت په مکتوب کې راغلي، چې د دغه وزارت په اونیزه اداري ناسته کې پرېکړه شوې، چې د دې مکتوب له صدور وروسته شاعران د هغو شعرونو له ویلو، چې ساز او سرود ته ورته وي منع شوي دي.
دغې ادارې په صادر شوي مکتوب کې په ۳۴ ولایتونو کې د طالبانو د امربالمعروف له ټولو ریاستونو غوښتي، چې د دې وزارت د پرېکړې د تطبیق په برخه کې د اړتیا وړ اجراات وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دې ډلې امربالمعروف وزارت په ټولنه کې د ښځو پر حضور سخت محدودیتونه لګولي دي.