د اروپایي ټولنې لوړپوړي ډیپلوماتان اروپا ته د تېلو لېږدوونکو بېړیو له لارې د روسیې د تېلو د دننه کولو پر اجازې نه ورکولو او د نللیکو له لارې د وارداتو اجازې ورکولو د طرحې په اړه یوې ځانګړې ناسته کې له خنډ سره مخ شول.
د یکشنبې ورځې د مې ۲۹ وړاندیز د هنګري، سلواکيا او چک جمهوريت لپاره یو چانس و، چې اجازه ورکوي د «دروژبا» نللیکې له لارې چې د شوروي حکومت په وخت کې غځول شوې وه او له اوکراینه تېرېږي، د روسیې د تېلو پېرلو ته دوام ورکړي.
د رویټرز له قوله، د اروپایي ټولنې غړي څه موده کېږي، چې د روسیې د تېلو پر کمولو یا منع کولو خبرې اترې کوي.
د هنګري ولسمشر ویکتور اوربان اوسمهال د دغه اقدام اصلي خنډ پېژندل کېږي.
وروسته له هغې چې درې اوونۍ مخکې د اروپایي کمېسیون رییسې اورسولا فون در لاین د کال تر پایه پورې د روسیې د تېلو د پوره منع کولو وړاندیز وکړ، اروپایي ټولنه د دغې طرحې په ترسره کولو کې ناکامه پاتې شوې ده.