په لوېدیځه غاړه کې تاوتریخوالی د زیاتېدو په دوام کې، اسرائیلي پوځیانو دوه فلسطینیان وژلي او ویلي یې دي چې وسلهوال وو او د برید هوډ یې لرلو.
د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، دا پېښه یکشنبه د اپرېل پر ۲۱مه د لوېدیځې غاړې په «شهرالخلیل» سیمه کې شوې ده.
د اسرائیل پوځ ادعا کړې چې دغو دوو کسانو د چړې په وسیله پر پوځیانو د برید هوډ لرلو؛ خو د پوځیانو د ډزو په پایله کې یو کس وژل شوی او یو بل ټپي دی.
فلسطیني چارواکو تر اوسه د دې پېښې په هکله څه نه دي ویلي.
په لوېدیځه غاړه کې د ښارمېښتو یهودیانو له خوا پر فلسطیني کلیوالو د یرغل په ترڅ کې تاوتریخوالی په بېساري ډول زیات شوی دی.
فلسطیني چارواکو پرون ویلي و چې په لوېديځه غاړه کې د اسرائیلي پوځیانو د برید په ترڅ کې لږترلږه ۱۴ فلسطینیان وژلي دي.