د امریکا پولیسو د دغه هېواد په پوهنتونونو کې د غزې د ملاتړ په موخه د زدهکړیالانو د لاریونونو پرمهال تر ۱۰۰ ډېر ګډونوال نیولي دي.
سېاېناېن پنجشنبه د اپرېل پر ۲۵مه د امریکايي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې د فلسطین د ملاتړ په موخه د زدهکړیالانو د لاریونونونو پرمهال ۹۳ زدهکړیالان د سویلي کلیفورنیا او لسګونه نور د تکزاس په پوهنتونونو کې نیول شوي دي.
د دغه راپور پر بنسټ، په نیول شویو کسانو کې د «ایموري» پوهنتون لږترلږه دوه استادان هم شامل دي.
لاریونکوونکو زدهکړیالانو پر غزې د اسرائیل د برید پای ته رسېدو او له تل ابیب سره د امریکايي پوهنتونونو د اړیکو پرې کېدو غوښتنه کړې ده.
ورته مهال د غزې خلکو د ملاتړ په موخه د امریکايي پوهنتونونو د زدهکړیالانو د لاریونونو په دوام کې د جورجیا لوی څارنوال کریس کار په خپله اېکس ټولنیزه پاڼه کې د امنیتي ځواکونو له خوا د لاریونکوونکو د ځپلو ملاتړ کړی دی.
هغه زیاته کړې: «موږ به په ویاړ سره د هر هغه پوهنتون په څنګ کې چې د جورجیا د زدهکړیالانو د روغتیا او خوندیتوب لپاره اړین ګامونه پورته کوي، ودرېږو.»
په همدې حال کې د بخښنې نړۍوال سازمان د يوې اعلاميې په خپرېدو سره د فلسطين د ملاتړ په موخه د امريکايي پوهنتونونو د زدهکړیالانو د سولهييزو لاريونونو د ځپلو په هکله غبرګون ښودلی دی.
د نوموړي سازمان په اعلاميه کې راغلي: «دغه لاريونونه د زدهکړیالانو د نيولو او ایستلو په ګډون له کلک غبرګون سره مخ شوي دي. په داسې حال کې چې د واشنګټن له خوا اسرائیل ته د وسلو ورکول دوام لري، د اعتراض حق له ډېر ارزښته برخمن دی.»
د بخښنې نړۍوال سازمان له امریکايي پوهنتونونو غوښتي چې په سولهییزو لاریونونو کې د خپلو زدهکړیالانو له حقونو ملاتړ وکړي.
د یادونې ده چې له اسرائیل سره د امریکا د تازه مرستو له تصويب وروسته په دغه هېواد کې لاريونونه زيات شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمخه هم د فلسطینیانو د ملاتړ په موخه د امریکایي وګړو لاریونونه د دغه هېواد د پولیسو له خوا وځپل شول او همداراز په سلګونو لاریونکوونکي بندیان شول.