د دې راپور موندنې ښيي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د فینکا افغانستان د فعالیتونو په درېدلو سره، د دې موسسې د مشتریانو د پورونو او شتمنیو برخلیک له ناڅرګندتیا سره مخ شوی دی. اسناد، د مشتریانو روایتونه او سرچینې ښيي چې « د متحدې مالي پراختیا» موسسې ځان د فینکا د پخوانیو مشتریانو د پورونو د راټولولو مسوول بللی دی. د سرچینو د ادعا له مخې، هغه کسان چې د فینکا افغانستان د پورونو په راټولولو کې ونډه لري، ځانونه د «قاري» او «امارتي» په څېر نومونو معرفي کوي او وايي چې موخه یې د «بیتالمال» د مال راټولول دي او په دې کار کې پر مشتریانو فشار راولي. د دې راپور موندنې ښيي چې د فینکا افغانستان مالي موسسه چې مخکې یې د فینکا انټرنشنل تر ملاتړ لاندې یې فعالیت کاوه، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته خپل فعالیتونه درولي دي. فینکا انټرنشنل ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د نړیوالو بندیزونو او پر فینکا افغانستان د اغېزناک کنټرول د له لاسه ورکولو له امله، نور نه شي کولای د دې موسسې فعالیتونه مدیریت او پرې څارنه وکړي. په پایله کې فینکا افغانستان د ۲۰۲۱ کال په پای کې د دې بنسټ له تلفیقي مالي صورتونو وایستل شو او فعالیت یې د «درول شویو عملیاتو» په توګه ډلبندي شو. دې موسسې بېوزلو کسانو، کوچنیو سوداګرو او اړمنو کورنیو ته کوچني پورونه ورکول او په افغانستان کې یې ۲۳ استازولۍ لرلې.
سرچینې ادعا کوي چې دې موسسې په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو له درولو وروسته، د خپلو مشتریانو ټول اسناد له منځه وړي او د مشتریانو پاتې پورونه یې بښلي او پای ته رسېدلي اعلان کړي دي. د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د دې موسسې کارکوونکو هم د تصفیې چارې بشپړې کړې دي.
سرچینې ادعا کوي چې یوازې د دې موسسې په یوه استازولۍ کې څه باندې ۱۰۰ میلیونه افغانۍ پانګه او مالي سرچینې په دوران کې وې. د سرچینو په وینا، په افغانستان کې د فینکا موسسې له فعالیتونو وروسته، د «متحدې مالي پراختیا» په نوم یوې بلې موسسې ځان د فینکا اړوندو چارو مسوول معرفي کړی او د دې موسسې له پخوانیو مشتریانو پورونه راټولوي.
سرچینې زیاتوي چې د فینکا افغانستان د مالي موسسې ډېری مشتریان بېوزله او اړمن کسان وو چې د څو څارویو د پېرلو یا د کوچنیو کاروبارونو د پیلولو لپاره یې پورونه اخیستي وو او اوس هم له اقتصادي ستونزو سره مخ دي. خو د سرچینو په وینا، دویمه موسسه له طالبانو سره په همغږۍ دغه پورونه له مشتریانو په فشار او زور راټولوي.
د دې موسسې مشتریان ادعا کوي چې فینکا افغانستان یې پورونه بښلي او افغانستان یې له خپل مالي سیسټمه ایستلی دی، خو روښانه نه ده چې دویمه موسسه پر کوم بنسټ د فینکا پورونه راټولوي.
مشتریان ادعا کوي چې د «متحدې مالي پراختیا» موسسې کارکوونکي ځانونه په طالبانو پورې اړوند کسان معرفي کوي او وايي چې دا پیسې «د بیتالمال مال» دی او باید راټولې شي. د هغوی په وینا، د طالبانو له نومه په استفادې د دغو پیسو راټولول د شتمنیو د احتمالي حیفومیل په اړه اندېښنې راولاړوي. هغوی همداراز وايي چې دغه کسان له «متحدې مالي پراختیا» موسسې سره د هوکړې له مخې، د راټولو شویو پیسو شاوخوا ۳۰ سلنه د حقالزحمې په توګه ترلاسه کوي.
مشتریان وايي، باید څرګنده شي چې کله پیسې د «بیتالمال» په نوم راټولېږي، د کوم جواز له مخې «د کوچنیو پورونو د لومړني بانک» په ګډون مشخصو بانکي حسابونو ته انتقالېږي او دغه پیسې د کوم میکانیزم له مخې ساتل کېږي او مصرفېږي.
دا لیک د فینکا افغانستان د یوه پخواني کارکوونکي په نوم صادر شوی دی. د دې کس نوم له راپوره حذف شوی دی. لیک د ۲۰۲۲ کال د نومبر پر ۲۰مه دغه کارکوونکي ته د فینکا افغانستان د یوه لوړپوړي مسوول په لاسلیک صادر شوی دی.
په دې لیک کې راغلي: «دا د تصفیې لیک د فینکا انټرنشنل او فینکا کوپ (د فینکا افغانستان ونډه وال) په استازیتوب د [کس نوم حذف شوی] لپاره صادر شوی دی. موږ د دغه کارکوونکي له صادقانه، ژمن او سخت کار او همکارۍ مننه کوو. په دې توګه تاییدېږي چې دغه کارکوونکي د فینکا افغانستان اړوند ټولې شتمنۍ او وسایل سپارلي، ټول ترلاسه شوي مخکیني او علیالحساب مبلغونه یې تصفیه کړي او د دندو د سپارلو (Hand Over) اړوند چارې یې په سمه توګه ترسره کړې دي.»
د دغه لیک په پای کې د فینکا افغانستان د مدیره پلاوي غړي او استازي جفري سمېټ (Jeffery Smith)لاسلیک کړی دی.
د مشتریانو د هویت د اسنادو د ورکېدو ادعا
د فینکا افغانستان یو شمېر مشتریان ادعا کوي چې په افغانستان کې د دې موسسې د فعالیتونو له درېدلو وروسته، د خپلو اسنادو د ترلاسه کولو لپاره ورغلي؛ خو موندلې یې ده چې هغه اسناد او شواهد چې د پور اخیستلو پر مهال یې له فینکا سره سپارلي وو، د «متحدې مالي پراختیا» له موسسې سره نشته.
«متحدې مالي پراختیا» موسسې د پیسو د راټولولو هغه رسیدونه چې مخکې د فینکا افغانستان په نوم صادرېدل، بدل کړي او اوس دغه رسیدونه په خپل نوم صادروي؛ په داسې حال کې چې فینکا افغانستان مخکې د فینکا انټرنشنل د شبکې یوه برخه وه.
فینکا افغانستان مخکې د خپلو پخوانیو مشتریانو ورکړې پیسې د ۰۲۱۱۰۴۰۱۰۰۰۶۱۰۱ شمېرې بانکي حساب کې راټولېدې. خو اوس له خلکو د «بیتالمال» په نوم او د «اسلامي امارت» په نوم د پورونو راټولول د هغو کسانو له خوا کېږي چې «متحدې مالي پراختیا» موسسې ګومارلي دي. دغه کسان ځانونه په «قاري صاحب»، «امارتي» او «مجاهدین» نومونو معرفي کوي او د فینکا له پخوانیو مشتریانو پیسې راټولوي. د فینکا د پخوانیو مشتریانو په وینا، دې بهیر د دغو شتمنیو د مدیریت او احتمالي حیفومیل په اړه جدي پوښتنې او اندېښنې راولاړې کړې دي.
همداراز، هغه رسیدونه چې ۸صبح ته په لاس ورغلي، ښيي چې د «متحدېمالي پراختیا» موسسه له خلکو راټولې شوې پیسې پ « دکوچینو پورونو په بانک» کې چې یو خصوصي بانک دی، جمع کوي. مشتریان ټینګار کوي چې که دا پیسې د «بیتالمال» اړوندې وي، باید څرګنده شي چې ولې په یوه خصوصي بانک کې راټولېږي او ساتل کېږي؛ په داسې حال کې چې د افغانستان بانک او نور دولتي بانکونه د طالبانو تر کنټرول لاندې فعالیت کوي.
اسناد ښيي چې «د کوچنیو پورونو لومړني بانک» د فینکا افغانستان د یوه مشتری پور هم راټول کړی دی. د دغه بانک د دشت برچي څانګې له خوا د ۲۰۲۲ کال د اګست پر ۳مه په صادر شوي یوه سند کې لیدل کېږي چې د فینکا افغانستان له یوه مشتري ۱۳۵ زره او ۲۲۰ افغانۍ ترلاسه شوې دي. په دې سند کې د حساب نوم «MISFA FINCA Loan Collection» لیکل شوی او د سند ډول «Deposit Slip» ښودل شوی دی. د معاملې په تشریح کې راغلي چې دغه پیسې د برچي څانګې له خوا په نغدي ډول جمع شوې او ټول کمېشن یې صفر افغانۍ دی.
یو شمېر مشتریان ادعا کوي چې د پورونو د راټولولو لپاره ګومارل شوي کسان له ځینو طالب جنګیالیو سره د خپلو اړیکو یا پېژندګلوۍ په استناد، هغوی تر فشار یا ګواښ لاندې راولي، څو د فینکا اړوند پورونه ورکړي.
د فینکا او «متحدې مالي پراختیا» موسسې ترمنځ د سند لاسلیک
له بلې خوا، یو بل سند ښيي چې د «متحد مالي پراختیا» موسسې او د فینکا افغانستان د یو شمېر کارکوونکو ترمنځ سند لاسلیک شوی چې له مخې یې د فینکا د مشتریانو شتمنۍ په یوه مشخص حساب کې ساتل کېږي او په افغانستان کې د فینکا کارکوونکي د دغو پیسو په اړه هېڅ ډول اداري، مالي یا حقوقي مسوولیت نه لري.
سرچینې وايي، د «متحدې مالي پراختیا» موسسې او د فینکا د کارکوونکو ترمنځ د هوکړهلیک په سند کې راغلي چې د فینکا ټولې پیسې به په یوه حساب کې پاتې کېږي او د فینکا هېڅ یو کارکوونکي به د دغو پیسو په اړه مسوولیت نه لري. د سرچینو په وینا، پوښتنه دا ده چې څنګه څو هغه کارکوونکي چې د فینکا د پیسو د انتقال صلاحیت یې نه درلود، له «متحدې مالي پراختیا» موسسې سره د دغه هوکړه لیک پر لاسلیکولو بریالي کېږي.
دغه هوکړهلیک د «متحدې مالي پراختیا» موسسې او د فینکا افغانستان د کارکوونکو ترمنځ د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر پر ۳مه لاسلیک شوی دی. په دې لیک کې راغلي: «ستاسو د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر د ۲۹مې نېټې د برېښنالیک له لارې د مطرح شویو اندېښنو او پوښتنو په اړه د غوښتنې په پام کې نیولو سره، خوښ یو چې ستاسو د اندېښنو د حل لپاره لاندې ځوابونه وړاندې کوو: د هغو کسانو اړوندې دوسیې به پر مخ یووړل شي چې نوی پور یې یوازې د متحدې مالي پراختیا له موسسې ترلاسه کړی دی.»
په دې لیک کې ویل شوي چې د فینکا د پورونو ټولګه به تر ۲۶۴۵ کوډ لاندې ثبتېږي او هېڅ یو کارکوونکی به د دغې پورونو د ټولګې مسوولیت نه لري. په لیک کې یادونه شوې: «د فینکا د پورونو ټولګه به تر ۲۶۴۵ قانوني کوډ لاندې ثبت شي او هېڅ یو کارکوونکی به یې مسوول نه وي. ستاسو دنده به تر هغه وخته ساتل کېږي چې د څانګې ثبات وساتل شي، بې له دې چې د درغلۍ یا غیراخلاقي چلند کومه پېښه رامنځته شي.»
د دغه هوکړهلیک له مخې، ټول رسمي اسناد به د «متحدې» موسسې په لوګو بدل شي او ټولو کارکوونکو ته به رسمي برېښنالیک او پېژندپاڼه ورکړل شي. همداراز، په هوکړهلیک کې راغلي چې د فینکا افغانستان د شتمنیو د «متحدې مالي پراختیا» موسسې ته د ادغام یا انتقال موضوع به د دې موسسې د حقوقي برخې له خوا په یوه غونډه کې مطرح او معرفي شي.
د دې لیک په بله برخه کې راغلي: «د کوچنیو مالي خدمتونو د تمویل د ملاتړ اسانتیا (MISFA) او متحدې مالي پراختیا (MDFI) موسسې ترمنځ د تړون ټول مفاد د دې موسسې د مدیریت له خوا څېړل شوي او محتوا به یې د متحد مالي پراختیا موسسې مدیریت په بشپړه توګه له تاسو سره شریکه کړي. متحدې مالي موسسه به د حقوقي چارو، د کارکوونکو اړوندو مسایلو، د پورونو د راټولولو او نورو اړینو مواردو مسووله وي. د برخو او ادارو جوړښت به هم د MDFI له جوړښت سره سم وي. د متحدې موسسې مدیریت ټولو کارکوونکو ته درناوی لري او د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره د هغوی هڅو ته ډېر ارزښت ورکوي او د کارکوونکو له هر ډول وړاندیز څخه هرکلی کوي.»
د سرچینو په وینا، سره له دې چې دغه سند لاسلیک شوی، تر اوسه د فینکا د مشتریانو اړوند پیسې د هغو کارکوونکو له خوا راټولېږي چې «متحدې مالي پراختیا» موسسې ګومارلي دي. همداراز، د شته معلوماتو له مخې، دغه بهیر په ځینو مواردو کې د مشتریانو او کارکوونکو پر وړاندې له فشار او ګواښ سره مل وي.
په همدې حال کې، سرچینې ټینګار کوي چې موندنې ښيي د فینکا انټرنشنل له خوا «متحدې مالي پراختیا» موسسې ته د فینکا افغانستان د مشتریانو د پیسو د انتقال په اړه هېڅ ډول قانوني سند یا مدرک نه دی صادر شوی او نه هم داسې کوم سند عملي شوی دی.
د فینکا انټرنشنل راپورونه څه وايي؟
فینکا انټرنشنل په یوه راپور کې (د ۲۰۲۱ کال تلفیقي مالي صورتونه) ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، نور نه شو کولای چې د تېر په څېر د فینکا افغانستان عملیات مدیریت او د دې موسسې پر فعالیتونو اغېزناکه څارنه او کنټرول ولري. له همدې امله، د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر پر ۳۱مه فینکا افغانستان د دې سازمان له تلفیقي مالي صورتونو وایستل شو او فعالیت یې د «درول شویو عملیاتو» (Discontinued Operations) په برخه کې شامل شو.
د اقتصادي چارو د پوهانو په وینا، د کنټرول د له لاسه ورکولو له امله د افغانستان له تلفیقي مالي صورتونو ایستل د پورونو د بښلو په مانا نه دي. همداراز، د افغانستان د فعالیتونو د «درول شویو عملیاتو» په توګه ډلبندي کول دا نه څرګندوي چې د فینکا له وتلو وروسته د مشتریانو پورونه کوم بنسټ ته لېږدول شوي یا د هغو د قانوني راټولولو حق له چا سره و.
په همدې حال کې، دغه بنسټ په خپل ۲۰۲۲ کال راپور کې هم ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو واکمنېدو او ورپسې د نړیوالو بندیزونو په لګېدو سره، د فینکا هولډینګ (FMH) توان په عملي توګه په بشپړه توګه محدود او درول شوی چې د عادي حاکمیتي لارو له مخې د فینکا افغانستان مالي ګټې مدیریت کړي، له عوایدو برخمن شي او د دې موسسې پر پرېکړو اغېز ولري.
په راپور کې راغلي چې که څه هم فینکا هولډینګ لا هم د فینکا افغانستان قانوني مالک پاتې شوی و، خو د دې سازمان مدیریت د ۲۰۲۱ کال د ډسمبرپر ۳۱مه په رسمي ډول دې پایلې ته ورسېد چې پر دې څانګه یې اغېزناک کنټرول له لاسه ورکړی دی. د راپور له مخې، دا پرېکړه ځکه وشوه چې فینکا نور نه شو کولای د ونډه وال په توګه پر دې څانګه خپل نفوذ او واکونه عملي کړي، د دې څانګې له بدلېدونکو عوایدو سره یې اړیکه نه لرله او د مدیریتي مداخلې له لارې یې د دې څانګې پر مالي پایلو د اغېز امکان نه درلود.
فینکا افغانستان د دې مهمې پېښې له امله، د محاسبې له پلوه د «درول شوي عملیات» (Discontinued Operation) په توګه ډلبندي شو. د دې بنسټ د ۲۰۲۱ کال مالي فعالیت، تر هغه وخته چې کنټرول یې له لاسه ورکړی، د ۲۰۲۲ کال د راپور په مقایسوي برخو کې تر همدې سرلیک لاندې په جلا ډول ثبت شوی، څو د فعالو څانګو له اړوندو شمېرو سره یوځای نه شي.
د مالي صورتونو په ۲۹مه یادونه (Note ۲۹ – FINCA Entities) کې، چې د ۲۰۲۲ مالي کال په پای کې په ټوله نړۍ کې د فینکا ټولې فعالې او تر کنټرول لاندې څانګې او فرعي شرکتونه ښيي، د افغانستان نوم په بشپړه توګه حذف شوی دی.
فینکا افغانستان په افغانستان کې د خپلو عملیاتي فعالیتونو له درولو مخکې، په ۲۰۲۰ کال کې د کوچنیو مالي خدمتونو د برابرولو په برخه کې له فعالو بنسټونو و چې په عمده توګه یې کمعاید لرونکو کسانو، کوچنیو کاروبارونو او هغو مشتریانو ته مالي خدمتونه وړاندې کول چې بانکي خدمتونو ته یې محدود لاسرسی درلود.
د فینکا انټرنشنل یوه سند چې د ۲۰۲۰ کال اړوند په ۹۹۰ فورمه کې د امریکا د مالیې له معافیته د برخمنېدو لپاره وړاندې شوی، ښيي چې د ۲۰۲۰ مالي کال مالي او ثبتي اسنادو له مخې، فینکا افغانستان هغه مهال د فینکا په نړیوال جوړښت کې شامل و او د فینکا له نړیوالو بنسټونو سره د شرکتونو د مالکیت او کنټرول د یوې لړۍ له لارې تړاو درلود.
حقوقي او د مالکیت جوړښت
د فینکا انټرنشنل د ۲۰۲۰ مالي کال په مالیاتي بیان او عامه افشا شویو اسنادو کې د درج شویو معلوماتو له مخې، سیمهییز بنسټ چې د فینکا افغانستان په نوم فعالیت کاوه، د یوه سوداګریز شرکت په توګه فعالیت درلود او حقوقي شخصیت یې د سوداګریز ونډهوال شرکت (C Corporation) په بڼه ثبت شوی و. په دغه جوړښت کې فینکا افغانستان په مستقیم ډول د FINCA Microfinance Cooperatief U.A. تر کنټرول لاندې و. دغه شرکت د فینکا په شرکتي ځنځیر کې د منځګړي رول درلود او خپله د فینکا د پانګونې بنسټونو د مالکیت تر جوړښت لاندې و.
د راپورونو له مخې، په دغه جوړښت کې له فینکا سره تړلې د مالکیت ونډه ۶۵.۸۹ سلنه ښودل شوې ده. دغه جوړښت ښيي چې فینکا افغانستان په ۲۰۲۰ کال کې د سیمهییزو فعالیتونو له پلوه یو خپلواک بنسټ و، خو د مالکیت او شرکتي جوړښت له پلوه له فینکا له نړیوالې شبکې سره تړاو درلود.
د فینکا انټرنشنل په مالي اسنادو کې د راپورورکړل شویو معلوماتو له مخې، فینکا افغانستان په ۲۰۲۰ کال کې شاوخوا ۲۱ زره او ۸۷۲ مشتریانو او ګټهاخیستونکو ته مالي خدمتونه او محصولات وړاندې کړي وو.
د دغو معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۰ کال کې له فینکا افغانستان سره تړلی راپور شوی عاید شاوخوا ۳.۱۵ میلیونه امریکايي ډالره او د همدې کال په پای کې د راپور شویو شتمنیو ارزښت شاوخوا ۱۱.۳۲ میلیونه امریکايي ډالره و.


