۸صبح، لوګر: لوګر کې امنیتي سرچینې وايي، چې دغه ولایت کې د سراچه ډوله او لارۍ موټر ترمنځ د ټکر په پایله کې درې کسان وژل شوي او د یوې مېرمنې په ګډون دوه کسان ټپيان شوي دي.
لوګر کې د طالبانو د سرپرست حکومت د امنیې قوماندانۍ ویاند احمدالله انس ۸صبح ورځپاڼې ته وویل، دا پېښه نن جمعه د سلواغلې پر لومړۍ د دغه ولایت مرکز د «خذر» بازار اړوند سیمه کې رامنځته شوې.
انس زیاته کړه، دا پېښه د یوې سراچې او لارۍ ترمنځ د ټکر له امله شوې، چې په پایله کې درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
نوموړي د دې پېښې لامل د سراچې موټروان بې احتیاطي ښوولې او ویلي يې دي، باروړونکی موټر د تخنیکي عوارضو له کبله د سړک څنګ ته ولاړ و، چې سراچه ډوله موټر له سړکه اوښتی او له لارۍ سره یې ټکر کړی دی.
د یادونې وړ ده، چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ترافیکي پېښې زیاتې شوې، چې مسوولان یې لامل د موټروانانو بې احتیاطي او د سړکونو خرابوالی یادوي.