ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې تر دا مهاله د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې د سېلابونو راوتلو له کبله ۵۳ کسان مړه او ۱۶ نور ورک دي.
ایراني رسنیو شنبه د زمري پر ۸ د دغه هېواد د سرې میاشتې ټولنې د رییس پیرحسین کولیوند په حواله راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په بېلابېلو برخو کې وروستیو سېلابونو ۵۳ کسان مړه کړي او ۱۶ نور لادرکه شوي دي.
نوموړي ویلي، چې سېلابونو د ایران ۳۸۵ ځایونه، ۳۰ ولایته، ۱۱۱ ولسوالۍ او د تګ راتګ ۲۹ سړکونو ته زیان رسولی دی.
د ایران د سرې میاشتې ټولنې رییس زیاته کړې: «دمګړۍ په ۲۴ ولایتونو او ۶۶۱ سیمو کې د ژغورنې او مرستو رسولو عملیات کوي. ډېر فعالیت په تهران او د فیروزکوه په زرین دښته کې کېږي.»
د هغه په خبره، د تګ راتګ ځينې لارې چې سېلابونو تړلې وې، په وروستیو ورځو کې بېرته پرانيستل شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، د هغو کسانو د لېږد لړۍ روانه ده، چې له ګواښ سره مخامخ وو او شاوخوا ۶۹۰ ژغورونکې ډلې په کار بوختې دي. د هغه په وينا، په ځينو ځايونو کې د ژغورنې عمليات وروستي پړاو ته رسېدلي دي.
د یادونې وړ ده، چې په ایران کې د وروستیو ورښتونو له کبله سېلابونه راوتلي دي.