د ترکیې رسنیو په څه د پاسه ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې د درېیمې زلزلې خبر ورکړی دی.
د اناتولي خبري اژانس د راپور له مخې دغه زلزله سه شنبه د فبرورۍ پر اوومه نېټه سهار ۶:۱۳ بجې شوې ده.
د ترکیې د طبیعي پېښو ته د رسېدنې سازمان یا افاد اعلان کړی، چې وروستی زلزله د ترکیې په سویلختیځ ګولباشي ښار کې شوې ده.
له دې مخکې د ترکیې په پازارجیک او البستان سیمو کې د دوو پرلهپسې زلزلو له امله ۳ زره تنه مړه او کابو ۱۲ زره نور ټپیان شول.