۸صبح، کابل: د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف د طالبانو له رییسالوزرا سره په کتنه کې ویلي چې افغانستان باید هېڅکله یوازې پرېنښودل شي.
ارګ سهشنبه د کب پر ۲۲مه په خپله ایکسپاڼه کې د سعیدوف او د طالبانو رییسالوزرا ملا محمدحسن اخوند ترمنځ د کتنې خبر ورکړی دی.
بختیار سعیدوف زیاته کړې چې ازبکستان غواړي په افغانستان کې د سیمنټو تولید د یوې فابریکې په جوړولو، د ډبرو سکرو استخراج او له ډبرو سکرو څخه د ۲۰۰ میګاواټه برېښنا تولید په پروژو کې پانګونه وکړي.
طالبانو د نوموړي په حواله لیکلي: «افغانستان باید هېڅکله یواځې پرېنښودل شي. ازبکستان له افغانستان سره په ټولو مهمو مسایلو په ځانګړي ډول د اقتصادي او کرنیزو پروژو پلي کولو په برخه کې د خپلو بریالیو تجربو شریکولو ته لېواله دی.»
ورته مهال، ملا محمدحسن اخوند په دې کتنه کې له تاشکند سره د اړیکو د پراخېدو غوښتنه کړې ده.
د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، ازبکستان د هغو هېوادونو له ډلې یو و چې له طالبانو سره یې نږدې اړیکې لرلې دي.
د روان کال د دلو په نیمايي کې په ازبکستان کې د افغانستان سفارت د طالبانو استازي ته وسپارل شو.
طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت د سرپرست شهابالدین دلاور زوی مغفورالله شهاب په تاشکند کې خپل سفیر ټاکلی دی.