سږکال د زمري څلرویشتمه طالبانو د افغانستان د «خپلواکۍ» ورځ اعلان کړه او څلور ورځې وروسته، د زمري په ۲۸مه له طالبانو پرته وګړو هغه څه چې ۱۰۳ کاله مخکې په هېواد کې پېښ شوي، په افغانستان کې د هېواد خپلواکي په پټه او په خواله رسنیو کې او له هېواده بهر په ښکاره ولمانځله. په همدې حال کې، آن طالبان پوهېږي چې هېواد خپلواکي نه لري. دا لمانځنې، په واقعیت کې د خپلواکۍ لپاره هڅې دي. طالبان پوهېږي چې هېواد د تېر کال د زمري له څلرویشتمې نېټې وروسته هم د بهرنیانو په حکم او ملاتړ اداره کېږي.
فضايي حریم نه لري، پولې یې د داخلي ادارې په واک کې نه دي، په کابل کې د واکمنې ادارې مکتوب له پولو بهر نه چلېږي او په دې ډول د خپلواک هېواد له لومړنیو ځانګړتیاوو بې برخې دی. له دې وضعیت سره سره، دوي د هېواد د ادارې اخیستو هڅې او د ارګ د ترلاسه کولو نېټه د خپلواکۍ ورځ اعلانوي. د طالبانو مخالفین هم پوهېږي چې له یو سل او څو کلونو راهیسې، افغانستان د سیمې او نړۍ د زورواکو د یرغل ډګر و؛ خو هغه هڅه چې یوه پېړۍ مخکې د هېواد د ادارې اخیستو لپاره ترسره شو، د ستاینې او قدر وړ بولي؛ په دې توپیر سره چې په هغه وخت کې له سیاسي خپلواکۍ پرته، د خپلواکۍ بنسټونو د پیاوړتیا، یعنې آزادۍ لپاره هم ترسره شوې.
په څه د پاسه یوه پېړۍ کې کله چې زموږ خلک د خپلواکۍ په لمانځلو او په اړه یې جنجالونو بوخت دي، نړۍ دومره بدلون کړی چې داسې ښکاري د خپلواکۍ دوران پای ته رسېدلی او افغانان به هېڅکله د یوویشتمې پېړۍ په مفهوم سره د خپلواکۍ له نعمته برخمن نه شي.
اوس د تورې په پورته کولو، د اعلامیې په ویلو او د یوه تېري کوونکي هېواد د پوځیانو په ایستلو د خپلواکۍ ادعا نه شي کېدای. نن د هغه وخت په شان، د هېوادونو ترمنځ پوله نشته، د ځمکې د کُرې په ډېری برخو کې پاسپورتونو ارزښت له لاسه ورکړی، ملي غرور د حماقت نښه بلل کېږي، له «پردیو» سره جګړه که څه هم تراوسه یو څه رونق لري، خو په پراخه توګه په ټوله نړۍ کې غنډل کېږي او د وروسته پاتې والي او جهالت نښه بلل کېږي. آن تاریخي مخینه، ملي هویت، ژبه او نژاد، چې په تېرو وختونو کې د خپلواکۍ د پیاوړتیا اوزار بلل کېدل او دولتونه لا هم هڅه کوي ځانونه په هغو تارونو ونښلوي، نور نو دومره پېرودونکي نه لري.
خو آیا خپلواکۍ له نړۍ کډه کړې؟ نه. خپلواکۍ رنګ بدل کړی، کډه شوې نه ده. خپلواکي لا هم مهمه او غوښتونکي لري؛ خو د خپلواکۍ ترټولو مهم عنصر، آزادي ده. یوازې د پولو په تړلو او د څو میلیونه انسانانو واګې په واک کې اخیستو او د نړۍ بېلابېلو برخو ته د استازو په لېږلو، خپلواکۍ ته نه شو رسېدای. ددې لپاره چې د خپلواکۍ لرونکو ولسونو په ټول کې وګڼل شو، باید داسې ظرفیت ته ورسېږو چې ټولیزې ګټې مو د پوهې، اقتصاد او ټکنالوژۍ په شان ابزارو سره خوندي کړو. ددې ظرفیت د لرلو لپاره بشري ځواک ته اړتیا لرو چې یوازې ترلاسه یې نه کړي، بلکې هغه تولید هم کړای شي؛ یوازې د ټکنالوژۍ کاروونکي نه وي، بلکې د هغې جوړوونکي او مخترعین هم وي او په اقتصاد کې هم یوازې مصرفونکي نه وي، بلکې تولید هم وکړای شي. ددغه راز بشري ځواک لرل، له آزادۍ پرته ناشوني دي. له دې امله غوره ده چې ووایو خپلواکي، د آزادۍ محصول دی.
د خپلواکۍ په اړه سم درک مهم دی. د افغانستان خپلواکي له امریکا سره له جګړې یا له پاکستان سره په دښمنۍ نه شي ترلاسه کېدای، بلکې د افغانانو له لاسونو د ځنځیرونو په خلاصون او ددې ټاټوبي له ښځو او نارینه وو د مترکو او ټوپک لیرې کولو چې د نفس ایستلو او له لومړنیو انساني حقونو د ګټه اخیستو فرصت نه لري، شونې ده. د افغانستان د خپلواکۍ اصلي دښمنان هغه دي چې زموږ د بچیانو پرمخ ښوونځي تړي، تفریح تکفیروي، کار خوار ګڼي او مدني آزادۍ فساد بولي. افغانان باید د هغو افراط پالو له استعماره چې ځانونه د خدای استازي ګڼي، وژغورل شي ترڅو د جامو د انتخاب حق ولري، د خپلې ږیرې واک ولري، د دندې د انتخاب صلاحیت ولري، جنسیت یې د سفر مخه ونه نیسي او هېڅ امیر او ډله ونه شي کولای ښوونځي یې پرمخ وتړي او د پوهنتون نصاب یې په خپله خوښه بدل کړي.