د طالبانو له لورې د کانونو غیر معیاري او غیر قانوني استخراج د هېوادوالو اندېښنې زیاتې کړي دي. یو شمېر هېوادوال وايي، هېڅ شرکت او دولت حق نه لري چې له یوه نامشروع او غیر مسوول رژیم سره د افغانستان د تر ځمکې لاندې زیرمو د استخراج تړون لاسلیک کړي. د هغوی په وینا، د ملي شتمنیو د تړون لاسلیکول د قانون حاکمیت او نړۍوالو ژمنو او اسنادو ته اړتیا لري، په داسې حال کې چې طالبان کورني قوانین او نړۍوال میثاقونه نه مني. هغوی پر دې باور دي چې دغه ډله د تړونونو په لاسلیکولو سره «د ملي شتمنیو د لوټلو او د کانونو د غیر قانوني استخراج» زمینه برابروي. اخوا، کارپوهان وايي د کانونو استخراج یو خورا پېچلی بهیر دی او په چوکاټونو، ستراتیژیو، تخصصي ادارو او مناسبو بیخ بنسټونو پورې تړلی دی، چې د طالبانو رژیم دا ظرفیتونه نه لري. خو دغې ډلې په تېرو دوو کلونو کې د لسګونه کوچنیو او لویو کانونو تړونونه لاسلیک کړي دي. په وروستۍ مورد کې دغې ډلې د شپږ نیم میلیارد ډالرو په ارزښت د اوو کانونو د تړون د لاسلیکولو خبر ورکړی او دغه راز یې په دې ډلې پورې اړوند یو شمېر دیني عالمان د کانونو د پروژو د څارنې لپاره ګومارلي دي.
طالبانو په تېرو دوو کلونو کې له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د تر ځمکې لاندې کاني زیرمو د کیندلو او استخراج په برخه کې ګڼ تړونونه لاسلیک کړي دي. په وروستیو میاشتو کې د دې ډلې له لوري د تړونونو لاسلیکېدل زیات شوي دي. د قانون او د قانوني ادارو د څارنې په نشتوالي کې د تړونونو لاسلیکولو د هېوادوالو اندېښنې زیاتې کړي دي.
یو شمېر هېوادوال وايي، طالبان بشري حقونو ته د درناوي، د خلکو د مشروع ازادۍ او د کار د زمینې د برابرولو پر ځای پر سیاسي معاملو او د جرمي اقتصاد پر پیاوړتیا بوخت دي. هغوی وايي چې طالبان د کانونو د سروې او استخراج لپاره اړین ظرفیت نه لري او په هغو تړونونو سره چې پوهیږي غیر عملي دي، د کانونو « دلوټېدو او غلا کېدو» فرصت برابروي. د دغو هېوادوالو په وینا، په تېرو شلو کلونو کې طالبانو د خپلو جنګي لګښتونو یوه برخه د کانونو له قاچاق او ناقانونه کیندنو ترلاسه کړې ده.
دغه هېوادوال زیاتوي چې هیڅ شرکت یا دولت حق نه لري چې د یوه داسې مشروع نظام په نشتوالي کې چې ملي او نړۍوال حیثیت ولري، د افغانانو د شتمنیو په اړه تړون لاسلیک کړي. د هغوی په وینا، هغه بهرني شرکتونه چې له دې ډلې سره تړونونه لاسلیک کوي، تر ډېره د استخباراتي سرچینو د برابرولو په لټه کې دي او له دې لارې طالبانو بوختوي چې د دغو هېوادونو پر وړاندې د ترهګرو ډلو له پیاوړتیا لاس واخلي او د اړتیا وړ خام مواد په ټیټه بیه ترلاسه کړي.
د افغانستان د ژغورنې لپاره د ملي مقاومت شورا هم د طالبانو له خوا د کانونو د تړون لاسلیکول غیر قانوني بللي دي. دغې شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي: «طالبان د کانونو په تړاو د پرېکړې کولو هېڅ ډول شرعي، حقوقي او قانوني وجاهت او صلاحیت نه لري.»
د هېوادوالو اندېښنې په داسې حال کې زیاتې شوې، چې د طالبانو تر واک لاندې د کانونو او پټرولیم وزارت په دې وروستیو کې اعلان کړی، چې له خصوصي او ګډو افغاني، چینايي، ایراني او ترکي شرکتونو سره یې د اوو کانونو تړونونه لاسلیک کړي دي. طالبانو د دغو کانونو د استخراج د تړونونو د لاسلیکولو پرمهال ویلي دي، چې په دغو تړونونو کې د تخار ولایت د سرو زرو د کان ، د لوګر د مس عینک کان د دویم فاز، د غور ولایت د سربو او جستو د کان او د هرات ولایت د غوریان د وسپنې کان له لومړي تر څلورم فازه استخراج او پروسس شامل دی.
طالبانو دغه راز د دیني عالمانو او د قران د حافظانو یوه لس کسیزه ډله د بغلان ولایت د قره غن د سرو زرو کان د څارنې لپاره د ۱۵۰۰۰ افغانیو په میاشتني معاش ګومارلې ده. د طالبانو تر ولکې لاندې د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی، چې دغه دیني عالمان د کانونو د غیر قانوني استخراج مخه نیسي. هغه اقدام چې له سختو غبرګونونو سره مخ شوی دی.
یو شمېر کارپوهان او شنونکي ټینګار کوي چې د کانونو د را ایستلو پر بهیر څارنه د قانوني، مسلکي او تخصصي بنسټونو په نظارت سره ممکنه ده. هغوی وايي، د طالبانو له خوا د څارنې لپاره ګومارل شوي کسان په دې برخه کې هېڅ وړتیا او پوهه نه لري او په دې برخه کې د هر ډول لاس وهنې او درغلۍ امکان شته. د هغوی په وینا، دا کسان د قانون او مسلکي پوهې په نشتوالي کې د یوه ځانګړي بهیر څارنه نه شي کولای او د طالبانو دا کړنه پوهې او تخصص ته سپکاوی دی.
دغه کارپوهان وايي چې د طالبانو له خوا د کانونو د تړونونو لاسلیکول له علمي او عیني واقعیتونو لېرې خبره ده. د دوی په خبره، طالبان غواړي د دغو تړونونو په لاسلیکولو سره له مالي اړخه خپلې اندېښنې لېرې کړي، په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې د کانونو استخراج پېچلي او سخت قوانین او ستراتیژیکه تګلاره لري او د پارلمان له لارې د خلکو مشارکت هم پکې اړین دی.
دا په داسې حال کې ده، چې ځینې سرچینې د هېواد د کانونو په استخراج او قاچاق کې د طالب چارواکو لاس لرل تاییدوي. سرچینې وايي، طالبان د کانونو د قاچاق تر څنګ د تړونونو په لاسلیکولو کې هم د عامه شتمنیو د حیف و میل لپاره ګامونه اخلي. یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، تایید کړه چې د ډبرو سکاره، کرومایټ، شوکاڼې او مرمر ډبرې په ټیټه بیه په ګاونډیو هېوادونو پلورل کېږي او ان قاچاقېږي.
د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د تر ځمکې لاندې سرچینو د شمېرو او ارقامو په برخه کې هر اړخیز او بشپړ معلومات نه دي خپاره شوي. له ډیرو کلونو راهیسې، د هیواد د کانونو په اړه اټکلي شمېرې ویل شوي دي. مخکیني حکومت د «د کانونو د لار نقشې» په خپرولو سره ویلي وو، چې د افغانستان د تر ځمکې لاندې سرچینو د پېژندلو لپاره بنسټیزې څېړنې د شلمې پېړۍ په نیمایي کې پیل شوې وې. په دې سند کې ویل شوي چې کله شوروي اتحاد افغانستان ته راغی، د افغانستان د طبیعي زیرمو په اړه یې پراخ ارقام او معلومات راټول کړل.
په دې سند کې هغه مطالعات چې په افغانستان کې د شوروي تر ملاتړ لاندې حکومت پر مهال ترسره شوي، په لاندې ډول تشریح شوي دي:« په ترسره شویو مطالعاتو کې د سیستماتیکې جغرافیایي نقشې جوړول، د ډبرو او رسوبي لایو راټولول او تحلیلول، جیو فزیکي هوايي سروې ګانې، او د منرالونو منظم اکتشاف» شامل و. د دغه سند د معلوماتو له مخې، تر هغې وروسته د امريکا د متحده ايالتونو پراختيايي ادارې (USAID) د افغانستان او امریکا د جيولولوژۍ د سروې د ادارو په همکارۍ د افغانستان د کانونو د سروې او مطالعاتو په موخه څېړنې ترسره کړې دي.
تر اوسه د هېواد د کاني زېرمو په اړه کره څېړنه نه ده شوې، خو په لومړنيو شمېرو کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې کانونو او پټروليم وزارت له خوا د «د کانونو د محدود لیست» په نوم خپرې شوي، د ٦٨٠ کانونه راپور ورکړل شوی دی.
د يادونې وړ ده، چې په اوسنيو شرايطو کې په افغانستان کې د کانونو د سکټور پر وړاندې ډېر محدوديتونه شته. مصرفي بازارونو ته د کاني توکو او درنو فلزاتو د لېږد لپاره د معیاري ټرانسپورټي سیسټم نشتوالی، د بریښنا نشتوالی، په ځمکه کې د پانګونې پیچلی او ناڅرګند بهیر او د متخصصې او مسلکي ادارې نشتوالی هغه لویې ننګونې دي چې د کانونو سکتور ورسره مخ دی.
لومړنۍ څېړنې ښيي، چې په افغانستان کې له ۱۴۰۰ زیاتې کاني نښې، کاني توکي او د کاني توکو زیرمې شته. هغو ځمکپوهانو او څیړونکو چې په افغانستان کې یې د متحده ایالتونو د پوځ لپاره کار کاوه، د ۲۰۱۰ میلادي کال په ارزونه کې د هیواد د لیتیمو د زیرمو ارزښت «درې ټریلیون ډالره » اټکل کړی دی.
دغه راز ویل کېږي، چې افغانستان ۲.۲ میلیارده ټنه وسپنه، شاوخوا ۶۰ میلیونه ټنه مس، شاوخوا ۱۸۳ میلیونه ټنه المونیم، شاوخوا دوه زره او ۷۰۰ کیلو لاس ناخوړلي سره زر، یو میلیارد او ۳۰۰ میلیونه ټنه مرمرډبرې، له ۵۰۰ میلیون ټنو زیاتې د چونې ډبرې او ۱.۴ میلیون ټنه نادر خاورین عناصر لکه لانتانیم، سیریم او نیوډیمیم لري.