۸صبح، تخار: په تخار کې ځايي طالب چارواکي وايي چې روان کال په دغه ولایت د سرو زرو په کانونو کې د ناقانونه او نامسلکي کیندنو له کبله شاوخوا ۴۰ کانکیندونکي مړه شوي دي.
په تخار کې د طالبانو د کانونو رییس مولوي عبدالناصر حقاني پنجشنبه د کب پر ۱۷مه ویلي چې د روان کال له پېل راهیسې د دغه ولایت د سرو زرو کانونو د نړېدو له کبله ۳۸ کانکیندونکو ژوند بایللی دی.
تازه پرون (چهارشنبه د کب ۱۶) د دغه ولایت د خواجهغار ولسوالۍ په سېلابه کلي کې د سرو زرو یو کان د نړېدو په پېښه کې یو کانکیندونکی مړ شوی دی.
د سرچینو په خبره، دا کانکیندونکی «عبدالنظر» نومېده او د دشتقلعه ولسوالۍ اوسېدونکی و.
سرچینې وايي چې د دوو ورځو په تېرېدو لا هم د دغه کانکیندونکي مړی له خاورو ویستل شوی نه دی.
په تخار کې د طالبانو د کانونو رییس زیاته کړی چې که څه هم د سرو زرو کانونو د ناقانونه کیندنو د مخنیوی هڅه یې کړې؛ خو په خبره یې، لا هم د دغه ولایت اوسېدونکو دې چارې ته دوام ورکړی دی.
په تخار او بدخشان کې د سرو زرو په کانونو کې کیندنې د دغو ولایتونو د ځینو اوسېدونکو لپاره د عاید سرچینه جوړوي؛ خو وخت ناوخت مرګ ژوبله هم له ځان سره لري.