۸صبح، کندهار: سیمه ییزې سرچینې په کندهار کې د اروپایی ټولنې له لورې د «سوداګرۍ مشورتي» مرکز د پرانیستلو خبر ورکوي.
دغه مرکز د شنبې ورځ، د تلې میاشتې په ۸مه د کندهار په مرکز کې د ۹۰ زره یورو په ارزښت پرانیستل شو.
په کندهار کې د کوردید د دفتر مشر احمد ضياء پوپل ویلي، چې د سوداګرۍ مشورتي مرکز د کوردید او NRC په همکارۍ جوړ شوى دى.
د هغه په وينا، که څه هم دغه مرکز د ښځو او نارينه وو لپاره د مسلک په برخه کې جوړ شوى، خو د طالبانو له لورې د لګېدلو محدوديتونو له امله، دغه اداره به يواځې نارينه وو ته مشورې ورکوي.
په همدې حال کې د کندهار ولایت یو شمېر سوداګرو د «سوداګریزو مشورتي خدمتونو» مرکز د جوړېدو هرکلی کړی دی.
دوی په کندهار کې د ښځینه وو پر سوداګرۍ د بندیزونو د لیرې کېدو غوښتنه کړې ده.
په کندهار کې نارینه او ښځینه سوداګرو ته مشتورتي مرکز داسې مهال جوړېږي چې طالبانو د خپلې واکمنۍ راهیسې په هېواد کې د ښځو د کار او روزنې مخه نیولې ده.