۸صبح، بدخشان: په بدخشان کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د سرو زرو د یو کان د نړېدو له امله دوو کارګرو ژوند بایللی دی.
دا پېښه شنبه د کب پر ۲۶مه د ماسپښين شاوخوا ۳:۰۰ بجې د کوفاب ولسوالۍ په وخنده سیمه کې شوې ده.
تر دې دمه له کان څخه د دغو دوو کسانو مړي راوېستل شوي نه دي.
ورته مهال، په بدخشان کې ځايي طالب چارواکو هم د دې پېښې پخلی کړی؛ خو په تړاو یې نور جزییات وکړي نه دي.
له دې وړاندې هم کان کیندونکو ته د هېواد په ځينو نورو سیمو کې د ورته پېښو له کبله د سر زیان اوښتی دی.
څه موده وړاندې د بدخشان خواهان ولسوالۍ د خیراباد کلي د سرو زرو یو کان د نړیدو په پېښه کې دوه کارګر مړه شوي و.
د کانونو ناقانونه استخراج او د خوندیتوب معیارونو ته نه پاملرنه بیا د دې ډول پېښو د رامنځته کېدو اصلي لاملونه بلل کېږي.