جرمني هغه ۲۸ افغانان منلي چې په ایټالیا کې د کښتۍ د ډوبیدو له پیښې ژوندي پاتې شوي وو

ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې جرمني په ایټالیا کې د کښتۍ د ډوبېدو له پېښې ۳۲ ژغورل شوي کسان منلي، چې ۲۸ یې افغانان دي.

رویټرز راپور ورکړی چې په ایټالیا او ملګرو ملتونو کې چارواکو د جمعې په ورځ (مارچ ۳۱) تایید کړه چې د ایټالیا په ساحل کې د ډوبی شوي کښتۍ ژوندي پاتې شوي کسان د منل شوي دي.

د ایټالیا په کلابریا کې یوه سیمه ییز دفتر په یوه بیانیه کې اعلان وکړ چې د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) د آلمان هامبورګ ښار ته د ۳۲ ژوندي پاتې شویو په لیږدولو کې مرسته وکړه.

د راپورونو له مخې، په سپارل شویو کسانو کې ۲۸ افغانان، ۲ سوریایان، ۱ عراقی او ۱ صومالی دی.

د روان کال د فبرورۍ په ۲۶مه د ایټالیا په کلابریا سیمه کې کوټیرو ته نژدې په یوه تر ټولو خونړۍ سمندري پېښه کې له ۹۰ ډېر کسان مړه شول.

د ايټاليا د کورنيو چارو وزير ماتيو پيانتدوسي د دغه هېواد پارلمان ته وويل، چې له پېښې وروسته ټول ۸۰ کسان ژوندي پاتې دي.

د يادونې وړ ده، چې د دې سمندري پېښې په قربانيانو کې نږدې څلوېښت افغانان وو.

 

Back to top button