۸صبح، غزني: په غزني کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په څو ولسوالیو کې د سېلابونو په پایله کې شاوخوا ۲۰۰۰ جریبه کرنیزه ځمکه او ۲۵ د استوګنې کورونه ویجاړ شوي دي.
د غزني ولايت له طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې د دوشنبې په ورځ د اسد په ۲مه د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې تېره شپه د دغه ولايت په خواجه عمري، جغتو، واغظ، خوګياڼو او رشيدانو ولسوالۍ د سخت بارانونو او سيلابونو شاهدان وو.
د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، د دغو سېلابونو له امله لږ تر لږه ۳۰ څاروي له منځه تللي دي.
په همدې حال کې زیانمن شوي کسان وايي چې د دوی ټول فصلونه له منځه تللي او بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.
د يادونې وړ ده، چې له درېيو ورځو راهيسې د غزني ځينې برخې د سختو سيلابونو شاهدې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ميدان وردګو د جلريز ولسوالۍ په تکاني سيمه کې د سېلاب له امله ۲۵ تنه مړه او لسګونه نور لادرکه دي.