۸صبح، غزنی: غزني کې د طالبانو د امر بالمعروف ډلې په دغه ولایت کې د ښځو سالون د مالک په ګډون یوه ناوې او څو نورې ښځې وهلې دي.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې د شنبې په ورځ د زمري په ۱۴مه د غزني ښار د دویمې ناحیې اړوند د بزازي په سیمه کې طالبانو د ښکلا پر سالون چې د استوګنې په یوه کور کې فعالیت کوي، چاپه وهلې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالبانو د ناوې او د ښکلا د سالون د مالکې په ګډون پنځه ښځې وهلې دي.
په دغه ولایت کې د طالبانو امر بالمعروف د معلوماتو له مخې، د ښځو د ښکلا سالونونو د تړلو وروسته یې څو ښځې له دې حکم د نه سرغړونې په تور وهلې دي.
په ورته وخت کې په ننګرهار کې سیمه ییزې سرچینې وايي، چې د طالبانو امر بالمعروف ښځینه غړو د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د واده پر یوه هوټل برید کړی او د هوټل د موسیقۍ وسایل یې مات کړي دي.
سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف ښځینه غړو دغه کار د جمعې په شپه د زمري په ۱۳مه د یوه واده هوټل ته له ننوتلو وروسته ترسره کړ.
سرچینه زیاتوي، چې طالبانو د هوټل مالک ته خبرداری ورکړی، چې که بیا موسیقي وغږول شوه، هوټل به یې ور وتړي.
د ننګرهار او غزني د طالبانو سيمه ييزو مسوولانو د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
وروسته له هغه چې طالبانو په افغانستان کې بیا ځلې واک تر لاسه کړ، دغې ډلې پر خلکو سخت بندیزونه لګولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت طالبانو په غزني کې د واده په شپه یو زوم او د هغه شل مېلمانه د موسیقۍ د غږولو په تور ونیول.