۸صبح، غزني: په غزني کې سیمه ییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت په خواجه عمري ولسوالۍ کې د طالبانو د استخباراتو د مدیریت سرپرست مشر له وژل کېدو وروسته دې ډلې ۴۰ ملکي وګړي بندیان او شکنجه کړي دي.
یوې سرچینې ۸صبح ورځپاڼې ته د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۱۹مه) منلې، چې طالبانو په روانه اونۍ کې د دې ولسوالۍ د قلعه نو کلي دغه شمېر اوسېدونکي بندیان کړي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، نيول شوي کسان هره ورځ د دې ډلې د زندان د ساتونکو له لوري وهل ټکول کېږي.
سرچينې زياتوي، د طالبانو له منګولو څخه د دغو کسانو د خلاصون لپاره د سيمه ييزو قومي مشرانو هڅې کومه پايله نه لري.
غزني کې د طالبانو سیمه ییزو مسوولانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې جمعې په شپه خواجه عمري ولسوالۍ کې د طالبانو د استخباراتو مدير د وسله والو په ډزو کې وژل شوی او د کورنۍ يو غړی يې ټپي شوی دی.
تر اوسه کوم چا یا ډلې د دغه طالب جنګیالي د وژنې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.