۸صبح، غزني: د غزني سیمه ییزې سرچینې په دغه ولایت کې د خلکو په شخصي لګښت د یوه ښوونځي د جوړېدو د پیل خبر ورکوي.
سرچينې د زمري په ١٦مه، ویلي، چې د دغه ښوونځي د بنسټ ډبره د یاد ولايت د مرکز غزني ښار اړوند د قلعه ازادخان په سيمه کې کېښودل شوه.
د سرچينې په وینا، دغه ښوونځى به په دوو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول جوړ شي او ١٦ ټولګي به ولري.
سرچینه زیاتوي، چې د دغه ښوونځي د جوړېدو لګښت ۱۵ میلیونه افغانۍ اټکل شوی او د سیمې اوسېدونکو له خوا ورکول کېږي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه ښوونځى په ٢٠١٤ زېږديز کال کې جوړ شوى او له هغه وخت راهيسې يې زده کوونکي په کرايي ودانيو او خلاصه فضا کې پر زده کړو بوخت وو.
اوس مهال په دغه ښوونځي کې شاوخوا ۴۰۰ نارینه او ښځینه زده کوونکي زده کړې کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د غزني اوسېدونکو په دغه ولايت کې د څو ښوونځيو ودانۍ په خپلو شخصي لګښتونو جوړې کړې دي.