د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري ویلي چې د دغه هېواد ډیپلوماټیک پلاوی به د منځګړیتوب له لارې د اسرائیل او حماس ترمنځ د غیرمستقیمو مذاکراتو د بیاپیلېدو لپاره قاهرې ته لاړ شي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، ټاکل شوې دا مذاکرات سېشنبه د مې پر ۷مه په قاهره کې پیل شي.
ماجد الانصاري په یو بیان کې ویلي چې د اوربند وړاندیز ته د حماس دریځ «مثبت» بلل کېدای شي.
قطر چې د مصر او امریکا تر څنګ یې په دې مذاکراتو کې د منځګړي په توګه کار کړی، هیله څرګنده کړې چې دا مذاکرات به د اسرائیل او حماس ترمنځ د سملاسي او دایمي اوربند د یوې هوکړې لامل شي.
تېره ورځ حماس د منځګړو هېوادونو د اوربند وړاندیز ومانه؛ خو اسرائیل وايي چې د اوربند په دې طرحه کې د دغه هېواد غوښتنې نه دي شاملې او ټینګار یې کړی چې که څه هم مذاکراتو ته دوام ورکوي، خو د غزې په سوېل کې د رفح پر ښار د برید طرحه به پرمخ وړي.
په همدې حال کې رویټرز خبري اژانس د یو امریکايي چارواکي له قوله ویلي چې واشنګټن په رفح کې د اسرائیل برید په هکله اندېښمن دی، خو فکر نه کوي چې دا برید به لوی پوځي عملیات وي.
تېره ورځ د امریکا ولسمشر جو بایډن د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په یو ټیلیفوني اړیکه کې غوښتنه وکړه چې پر رفح ښار له پراخو پوځي بریدونو ډډه وکړي.