۸صبح، کابل: د بشری حقونو د څار سازمان د ښځو د څانګې مشرې هډر بار ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو لخوا د ښځو او نجونو د حقونو نقض او تخریب په ټوله نړۍ کې « د ښځو ضد کسان» کسان{داډول چلند ته} زړور کړي او ګواکې الهام یې ورکړی دی.
هډر بار د پنجشنبې په ورځ ، د کب په ۱۱مه، د یوه ټویټ په خپرولو سره لیکلي دي، چې ددغو کسانو ګډه موخه د « جنسیتي اپارټایډ» تپل دي.
هډر بار د کوم ځانګړي هیواد نوم نه دی اخیستی، خو په وروستیو ورځو کې په ایران کې د ښوونځیو د ښځينه زده کوونکو د مسمومولو پېښې زیاتې شوې دي.
په تازه پېښه کې، د ایران په تهران، اردبیل، کرمانشاه، اصفهان، شاهین شهر، پردیس او فردیس کې د ۲۶ ښوونځیو زده کوونکې مسمومې شوې دي.
د یادونې وړ ده، چې د روان کال په تلې میاشت کې، د کابل پوهنتون د لیلیې ۸۰ سلنه ښځینه محصلانې، چې ټاکل شوې وه، پر ښوونیزو مرکزونو د بریدونو د دوام په غبرګون کې مظاهرې وکړي، هم مسمومې شوې وې.